د دیني افراطیت د ریښو او نښانو راسپړنه
لیکوال: محمد محق
ژباړونکی: ډاکتر محب زغم
(2)
تکفیريگري او ریښې یې
د تکفیر سرطان
که تمدن داسې ژوندی موجود وګڼو چې کېدای شي په بېلابېلو ناروغیو اخته شي، نو اسلامي تمدن نن سبا په سرطان اخته دی، په داسې سرطان چې په آخر کې به یې پرې باسي. دا بدغونی سرطان تکفیري تمایل دی. کله چې د اسلامي تمدن خبره کوو، منظور مو پخپله اسلام نه دی، بلکې هغه شی دی چې مسلمانانو رامنځته کړی او انساني محصول دی.
که څوک داسې تصور کوي چې تکفیر یوازې په داعش یا د التکفیر و الهجرة په ختمې شوې ډلې پورې محدود دی، دا به غلطه وي. د مرحوم سید قطب او مولانا مودودي په آثارو کې د تکفیري ذهنیت څرکونه ښه ډېر دي، همدارنګه د سلفیت څانګې او هغه حنفیتي نسخې چې له سلفیت څخه خړوبېږي، او د صفوي تر صفوي مخکې تشیع ډلې هم په تکفیري ذهنیت ککړې دي.
د اسلام په تاریخ کې یوازینی بهیر چې له تکفیري چلند سره یې خپلې پولې له هماغه پیله مشخصې کړې، اصیل حنفیت و. د حنفیت لارښود امام ابو حنیفه رحمة الله علیه په ښکاره وویل: «لا نکفر أحدا من من أهل القبلة» یعنې موږ هېڅ اهل قبله مسلمان کافر نه ګڼو. البته د اشعري مکتب ځینو مشرانو لکه امام الحرمین جویني او امام غزالي هڅه وکړه چې دا موضوع په ضوابطو کې ایساره او په یو ډول سره یې محدوده کړي، خو د ختمولو لپاره یې اساسي هڅه ونه کړه. نور بهیرونه لږ یا ډېر د تکفیر په میکروب ککړ وو. دا خبره د امام ابو حنیفه د یوه شاګرد، امام محمد، د ځینو فقهي نظرونو په مقابل کې د ابن حنبل په سخت دریځ کې او همدارنګه د نورو مسلمانو فرقو او جماعتونو په وړاندې د ابن تیمیه او ابن القیم او ابن عبدالوهاب په سختو دریځونو کې لیدلی شو، چې دوی به امام غزالي او ابن عربي غوندې کسان ملحد ګڼل. همدارنګه د ځینو حنفي وزمو کسانو په فقهي رسایلو کې لولو چې که چا د کوم عالم پڼې د ملنډو په خاطر پڼېګڼکې وبولي نو کافر به شي!! همداسې د شیعیانو ځینې مذهبي مراجع سنیان مؤمنان نه بولي.
خو دغه میکروب د وروستۍ پېړۍ د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو په وجه په اسلامي تفکر کې بد رقم خپور شوی دی او هغه کسان چې خطرناک تکفیري ذهنیت لري او اسلامي ټولنې جاهلي ټولنې بولي، د اسلامي مرجعیتونو او قدیسو مسلمانانو په جامه کې معرفي شوي دي. نن سبا موږ د تکفیر له ناروغۍ سره نه یو مخ، بلکې د تکفیر له داسې سرطان سره مخ یو چې د مسلمانانو د ژوند په مختلفو پټونو کې ریښې ځغلوي. ډېر داسې ځوانان شته چې څوک یوازې د جامو په وجه د دین له دایرې خارجوي، هغه خو لا څه کوې چې ځینې عالمګوټي چې څوک خوښ نه کړي، په ډېره وړه پلمه کافر ګڼي.
دا ستونزه یوازې د افغانستان نه ده، یوازې د سنیانو هم نه ده، بلکې د دواړو فرقو (سني او شیعه) زیات لارویان تکفیري ذهنیت لري. خو په افغانستان کې دا ښکارنده داسې برید ته رسېدلې ده چې سړی اندېښمن کوي. محمد عابر جابري ویلي دي چې په ټولو تمدنونو کې – چې په تاریخ کې هست شوي دي – افراطي عناصر شته وو، خو د تمدنونو په څنډو کې چې شور یې چندانې نه اورېدل کېده. هر کله چې دغه عناصر د تمدن منځ ته لاره وکړي او غږ یې د معتدلو ځواکونو تر آواز پورته شي، د هغه تمدن مرګ پيلېږي. نن سبا په اسلامي تمدن کې د تکفیري ذهنیت غږ تر هر آواز اوچت دی.
حقیقت دا دی چې څو لسیزې کېږي چې تکفیري اصطلاح په سیاسي ادبیاتو کې ننوتلې ده او د ځینو دیني ډلو د ځانګړنې د بیان لپاره کارول کېږي. په وروستیو کلونو کې د داعش له رادبره کېدو سره، د دې اصطلاح کارول لا پراخ شو او کله کله پر ځینو ډلو یا وګړو د تور په بڼه کارول شوې ده. د دې اصطلاح ټول منلی تعریف لا نشته، خو دا اصطلاح زیاتره کلامي – الهیاتي اصطلاح ده، تر دې چې سیاسي اصطلاح دې وي او که یې دیني ریښې سمې را ونه سپړو، معنا او مصداق یې پوره نه شو ښيلی.
تکفیري ـ په ساده مفهوم سره – هغو دیندارو وګړو او ډلو ته ویل کېږي چې د نورو په کافر ګڼلو کې بېباکي او افراط کوي. خو د نورو په کافر ګڼلو کې افراط څه نوې خبره نه ده، بلکې په لومړي ځل د پیغمبر د یارانو په زمانه کې راښکاره شوه. دا هاغه مهال و چې د دریم خلیفه تر قتل وروسته، د مسلمانانو په منځ کې داخلي جګړې ونښتې او زرګونو مسلمانو یارانو او غیریارانو په خپلو کې سره ووژل. د همدې جګړو په وجه، په مسلمانانو کې دا پوښتنه پیدا شوه چې جګړه له چا سره روا ده او په کوم حالت کې خپل همدیني خلک وژلی شو.
د ایمان د اساساتو او معیارونو په سره اختلاف، مسلمانان په څو ډلو سره ووېشل. ځینې مسلمانان چې توند او سخت دریځ یې درلوده، نورو خوارج وبلل. د خوارجو د خبرې زړی دا و چې دوې لارې دي، یا به اسلام سم عملي کوئ، یا دا تمه مه کوئ چې مسلمان وبلل شئ، په بله وینا یا ټول یا هېڅ – یا سل یا صفر. دا خبره د سید قطب هغې خبرې ته چې په اوسني پېر کې یې کړې ده، ډېره ورته ده چې وايي: یا کامل اسلام یا هېڅ.
د خوارجو په نظر، څوک چې کبیره ګناه کوي، ایمان یې ختمېږي او کافر کېږي. د داسې کس د سر او مال مصونیت نشته او د مؤمنانو له حملې به یې امان نه وي. دا چې له ګناه څخه پوره ډډه کول، ډېر ستونزمن دي، ځینو ګناهونو – په تېره بیا د پاروونکو او خوندورو ګناهونو – ته ځان ټینګول، ان د ځینو مؤمنانو لپاره هم خورا سخت وي نو د خوارجو په باور اکثره دینداره مسلمانان هم له ایمانه خلاص دي او سر او مال یې مباح.
د وخت په تېرېدو سره، د دې چلند لپاره کلامي او استدلالي تکیه هم پیدا شوه. همدې خبرې له نورو لانجو سره یو ځای – چې وجه یې د قدرت او ثروت د ګټلو لپاره قبیلهيي رقابتونه وو – د هاغه مهال اسلامي ټولنه د دوو پېړیو په مخه په پراخې ګډوډۍ اخته کړه.
د دې وضعیت د مهارولو لپاره، هم اموي او عباسي خلیفهګانو ډېره انرژي ولګوله او هم مختلفو عالمانو او فقیهانو چې د تکفیر توره په تېکي کې بنده کړي او کارول یې حد اقل برید ته ورسوي. خو هغوی ونه شول کولی یا یې ونه غوښتل چې دا ستونزه د تل لپاره څنډې ته کړي، نو تکفیر تل تر ایرو لاندې سکروټې غوندې پاتې شوه.
د تکفیر توره په راوروسته دورو کې هم په فرقهيي شخړو کې له تېکي راوایستل شوه، خو نه په عام او پراخ ډول نه. مثلاً، امام محمد غزالي ځینې مسلمان فیلسوفان په کفر تورن کړل، او له هغې غاړې بیا ځینو سخت دریځو فقیهانو غزالي په ګمراهۍ تورن کړ او د اسلامي عرفان دوه مخکښ نظریه سازان، عین القضات همداني او شهاب الدین سهروردي، د عقیدې د انحراف په تور په دار وځړول شول او ځینې نور یې شکنجه او تبعید شول. خو هر څه چې وو، دا چلند عام نه شو او د اسلامي ټولنې عمومي وجدان د دې وسلې له کارولو څخه ډډه کوله. تر دې چې په اتلسمه پېړۍ کې د عربستان په ټاپووزمه کې د وهابیت غورځنګ پیل شو او د ډېرو مسلمانانو په مشرک بللو سره یې په اسلامي ټولنه کې د تکفیر نوی ور پرانیست. د وهابیت ځینې توندې چارې د شیعیانو د مذهبي خشونتونو ځواب و. تر دې مخکې هغوی په ایران او شاوخوا کې یې د سني مذهبونو د ختمولو په نیت تشدد کړی و او د ډېرو سنیانو په وژلو سره یې هغوی د خپل مذهب بدلولو ته اړ ایستلي وو.
خو د وهابیت ایډیالوژي د اهل حدیث پر میراث تکیه درلوده او په دې میراث کې د تکفیر په مسئله کې د احتیاط او زغم خبره شوې وه. دا چې د اسلام د پیغمبر په ځینو روایتونو کې تکفیر سخت غندل شوی و، نو وهابیت په تکفیر کې له خپل لومړني شدت څخه لاس په سر شو او د دې ډلې د راوروسته نسلونو عالمانو لکه شیخ ابن باز، ناصر الدین آلباني او داسې نورو، له تکفیريانو څخه خپل واټن وساته او نسبتاً معتدله لاره یې ونیوه، البته د نورو مسلمانو فرقو په مقابل کې د دوی ژبنی خشونت کم نه شو او د اهل حدیث لانجه پالنه لږه ډېره هماغسې پاتې شوه.
تکفیري ذهنیت په شلمه پېړۍ کې یو ټوپ وکړ او په یوې لویې ستونزې بدل شو. د دې ټوپ وهلو وجه د الهي حاکمیت د نظریې رامنځته کول وو چې دا نظریه دوو مشهورو مسلمانو نظریه سازانو، پاکستاني ابوالاعلی مودودي او په مصر کې سید قطب جوړه کړه. دغه دوه لیکوال د ټولو سیاسي اسلامکارو ډلو باباګان ګڼل کېږي. دوی د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د الهي حاکمیت موضوع ته له دې زاویې کتل چې چپي بهیرونو د کارل مارکس او د هغه د لارویانو لکه لینین او مائو پر تیوریو تکیه کړې وه او لیبرال بهیرونو د لیبرالیزم د مکتب پر تیوریو ډډه لګولې وه نو د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو میدان ورپاتې و. دوی داسې تصور کاوه چې مسلمانان همداسې لوی خو له اسلامي خوند او رنګ سره روایت ته اړتیا لري چې هغو نورو دوو بهیرونو ته ورباندې مناسب ځواب ورکړي او له هغوی څخه خپله لاره بېله کړي. په تېره بیا هغه مهال چې دوه لوی سیاسي او پوځي کمپونه د همدغو دوو نظریو پر اساس جوړ شوي وو او نړۍ یې په دوو مخامخ قطبونو وېشلې وه. مودودي او سید قطب، د اخوان المسلمین د بنسټګر، حسن البنا، په پیروۍ وړاندیز کاوه چې د یوه متفاوت ستر روایت پر اساس لوی اسلامي کمپ دې رامنځته شي.
د دواړو د مفکورو زړی – چې د خپل ستر روایت د جوړېدو اساس یې و – دوه ټکي وو: الهي حاکمیت، او د انساني حاکمیت ناکاري. د هغوی نور فکري تارونه د همدې زړي پر شاوخوا تاوېدل. د دوی په باور، نه یوازې سوسیالیزم او لیبرالیزم، بلکې د انسان ټوله پوهه او علم د ژوند د سمې لارې په موندلو کې ناتوانه دي او د ژوند د ارزښتونو په ټاکلو کې پاتې راغلي دي. دوی به ویل چې هر څه چې انساني پوهه یې وړاندې کوي، هغه که سیاسي نظام وي، که اقتصادي سیستم، که حقوقي قوانین او مقررات وي، دا ټول مشروعیت نه لري او د جاهلیت د پیداوارو حیثیت لري، ځکه چې پر وحیاني اصولو نه دي تکیه شوي. د دوی په بارو، د انسان جوړ کړي قانون ته غاړه اېښودل، داسې دي لکه څوک چې له خدای پرته د بل شي عبادت وکړي او په دې لاره د کفر او جهالیت کندې ته د غورځېدو کړکۍ پرانیستل کېږي. د دوی له نظر سره سم، تر ټولو اساسي دیني عبادت یعنې «لا اله الا الله» د «لا حاکمَ الا الله» مساوي دی. یعنې د دې پر ځای چې وایو «له خدای پرته هېڅ معبود د عبادت وړ نه دی» باید ووایو چې: «له خدای پرته هېڅ ذات د حکومت کولو وړ نه دی.»
دا چې په قدرت او واکمنۍ پورې تړلی تفسیر د اسلام خورا اساسي عقیدتي چاره وګڼل شي او د خدای د انساني حاکمیت پر ګدۍ کېنول شي، په دې بڼه او په دې سیاق سره دا کار د مسلمانانو په میراثي مفکوره کې، له خوارجو پرته، بل چا نه و کړی. په همدې وجه، دا تفسیر له هماغه پیله د ګڼو مسلمانو عالمانو له سخت غبرګون سره مخ شو او دا کار نامطلوبه بدعت وګڼل شو. نه یوازې د مصر د الازهر او د هند د دیوبند غوندې معتبرو مذهبي بنسټونو هغه نظریه مردوده وګڼله، بلکې ځینو خورا مشهورو مسلمانو دیني دعوتګرو لکه د هند ابو الحسن ندوي او د مصر حسن هضیبي یې په نقد کې کتاب ولیکه. خو د دې دوو نظریه سازانو د کلام جادو او دې نظریې ته د ټولو سیاسي اسلامکارو غورځنګونو لېوالتیا سبب شول چې په ټوله نړۍ کې د خپل ګوندي جال په مټ دغه نیوکې پیکه او له خلکو یې هېرې کړي.
تر ټولو ښکاره تفکیري ډلې چې د شلمې پېړۍ په نیمايي کې رادبرې شوې، یوه یې په سعودي کې د جهیمان عتیبي ډله وه او بله یې په مصر کې د شکري مصطفی ډله، او تر ټولو وروستۍ تکفیري کړۍ داعش دی چې خپل ټول رقیبان، ان نور جهادي سلفیان هم، کافران ګڼي. خو په دې ډلو کې هېڅ ډله د فکري او نظري اغېزو په لحاظ چندانې غښتلې نه وه او څه چې په اوسني وخت کې د تکفیري فکر د غوړېدا سبب شوي دي، دوه مهم کتابونه وو: یو یې «په قرآن کې څلورګوني اصطلاحات» د مودودي او بل یې «د لارې نښې» د سید قطب کتاب و. دغو کتابونو د دین د اساسي اصطلاحاتو لکه ایمان، اسلام، کفر، جاهلیت، دین، الله، رب او عبادت په نویو تعریفونو سره د دین د تفسیر لپاره نوې هرمنوتیکي دستګاه جوړه کړه او د مسلمانۍ لپاره یې داسې نوې الهیاتي منظومه وپنځوله چې ټول مسلمان توندلاري ګوندونه له هماغې منظومې څخه راوتلي دي.
د تکفیر فکري مخینې او تاریخي یون ته چې وګورو، تکفیري ذهنیت د افراطي دیني ذهنیتونو پراخه برخه رانغاړي چې ټول یې د تکفیر د کارولو په برخه کې یو شان دي خو دا چې د تکفیر وسله څومره او د چا په ضد یې کاروي، له یو بله توپیر لري. ځینې دیني بنسټپالي، لیبرال او سیکولر مسلمانان کافران بولي، توندلاري سلفیان او ځینې نور یې بیا صوفیان، شیعیان، او اسماعیلیان مشرک او له دین څخه وتلي ګڼي، ځینې نور یې، مثلاً طالبان، هغه وګړي چې له واکمن نظام سره همکاري کوي، کافر بولي، او د داعش غوندې ډلې بیا ان خپل جهادي خپلوان لکه طالبان، القاعده، او جبهة النصرة هم په کفر محکوموي.
دا چې دغه ډلې په تکفیريګري کې سره ګډ دي، نو له یو بله د بېلتانه ثابتې پولې نه لري او غړي یې په آسانۍ سره له یوې ډلې بلې ته اوښتی شي. همدا اوس د طالبانو ځینې برخې داعش ته ورغلي دي یا ورځي. له بلې خوا طالبان خپل ځینې بې وسلې بنسټپالي دې ته برابروي چې په زور سره بل وړ فکر کوونکي کسان حذف کاندي. د دې کار لپاره داسې چل کوي چې سیکولر، لاییک، بې دینه، او کافر په یوه معنا کاروي چې د ټولنې عام ذهنونه د تکفیري چلند منلو ته چمتو کړي. دوی دا کار په خپلو تبلیغاتو کې خورا زیات کوي. بالفعل تکفیریان دغه وسله د نورو مسلمانانو په ضد – هغه که سیکولر مسلمان وي که سنتي مسلمان – په منظم ډول کاروي او بالقوه تکفیریان بیا دې ته منتظر دي چې کله به موقع برابرېږي چې بالفعل شي.
خو که له دې قیل او قاله لږ لرې شو او موضوع ته د نن ورځې په سترګه وګورو، تکفیر د منځنیو پېړیو منسوخه طریقه ده او په هاغه زمانه کې یې معنا درلوده چې انسانانو د خپلو خاصو اعتقادونو د څرګندولو حق نه درلوده او مجبوره وو چې هغه اعتقادونه ومني چې نورو به لازمي ګڼل.
چېرته چې انسانان په فکري لحاظ بلوغ ته رسېدلي دي، د دین او عقیدې انتخاب د هر چا داسې شخصي او خصوصي چاره ګڼل کېږي چې په نورو پورې تړلې نه دي او تکفیر خپل معنا بایلي. تکفیر په خپل ذات کې د خپلې واکمنۍ د ټینګولو لپاره له خاصې اعتقادي دایرې څخه د خپلو مخالفانو شړل او د هغوی د حقونو نفي کول دي. که دینداري د هر چا شخصي موضوع او انتخابي حق وپېژندل شي او هېڅوک د خپل انتخاب په سبب مجرم ونه ګڼل شي، نو بیا به د تکفیر توپونه له کاره ولوېږي.
د لیکوال په باور، د تکفیر مفکوره په یوویشتمه پېړۍ کې د ټول اسلامي تمدن لپاره تر ټولو سخته دروني آزموینه ده او که پر دې ستونزې بر نه شي، اسلامي نړۍ او تر اسلامي نړۍ ورهاخوا ډېر نور به په اور کې لولپه شي.