دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد کورونا ویروس د مخنیوي او واکسین برخه کې له چین څخه...

د کورونا ویروس د مخنیوي او واکسین برخه کې له چین څخه د طالبانو غوښتنه

تاند (جمعه د دلوې ۳) طالبانو له چین څخه غوښتي چې د کورونا ناروغۍ د مخنیوي او کورونا ضد واکسین د تطبیق په برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک پر خپل ټوېټر لیکلي چې د قطر دفتر مشر ملاعبدالغني برادر تېر ماښام په دوحه کې د چین له سفیر زوجیان سره ناسته کې د سولې پر روان بهیر خبرې کړي.

د ښاغلي وردک په وینا په دې لیدنه کې د بین الافغاني مذاکراتو پر اوسني وضعیت او دغه راز د دوحې هوکړې د اړوند موضوعاتو د پوره تطبیق په عملي کېدو ټینګار وشو.

نوموړی زیاتوي: «د چین سفیر دبین الافغانی مذاکراتو د پروسې څخه دخپل هیواد دپوره ملاتړ ډاډ وښود، او په افغانستان کې يې  دسولې راتلو او ثبات قایم کيدو هيله څرګنده کړه، تر څو د افغانستان او چين  اړیکې او اقتصادی پروژې لا پراختیا ومومی.»

د نعیم وردک په وینا چې ملابرادر د چین له سفیر څخه وغوښتل څو د کورونا ویروس د مخنیوي او ددې ویروس د واکسینو د تطبیق په برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

طالبانو په داسې مهال د کورونا د مخنیوي او واکسین د تطبیق په برخه کې له چین د مرستې غوښتنه کړې چې افغان دولت په راتلونکو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د کورونا ضد واکسین د رسېدو خبر ورکړی.

3 COMMENTS

  1. طالب پخپله یوه کرونا وبا ده چی د دی ملت په رگ‌او وینه کی ننوتی دی. ملا برادر دی خپله خپسه د دی مظلوم ملت له ستونی لری کړی، د کرونا قطری به مونږه د الکوزی صيب نه تر لاسه کړو.

  2. وحید
    چین یو کمونیست هیواد دی، دې هیواد شوروی اتحاد سره ځکه مخالفت کاو چی ویل یی هغه اصیل کمونیست ندی، نو اوس څنګه پاکستان او دهغه لاسپوڅي دغه کموینست سره انډیوالی کوی، حال داچی د افغانستان شاهی دولت، د داودخان جمهوری دولت او د دیموکراتیک ګوند دولت یی په دی تورنول چی یو کمونیست هیواد سره روابط ساتی. طالب نه شرمیږی چی چین کی میلیونونه ایغور مسلمانان تر فشار لاندی دی او دوی چین ته غوړه مالی کوی، د دوی غوړه مالی د پاکستان دخوشحالی لپاره ده. مسلمانو وروڼو ځان لږ پوه کړئ، طالب د پښتون د نسلی او تاریخی وژنی او فزیکی حذف او له منځه وړلو وسیله ده بل څه نده. انګریز موږ کلونه کلونه په کلمه حلال کړی یاستو له ملا عاشق شینواری نیولی تر ملای لنګ، له ړوند ملا نیولی تر بچه سقو او ملا ربانی …

  3. طالبان یوه جنګي او تروریستي ډله ده. ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو له تروریستانو او انسان وژونکو سره هرډول همکاري ممانعت کړیدی .
    چین هم د نورو هېوادونو په شان د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره دیپلوماتیکې اړیکې لري او په رسمي ډول هر نوع همکاري باید د افغانستان د دولت له استازو سره تر سره شي .
    له بلې خوا د کورونا ویروس په سلو کې درې انسانان وژني ، یعنې تر طالبانو خطرناکه نده . طالبان هره ورځ په اوسط ډول په ټول افغانستان کې سلګونه بېګناه افغانان وژني . د دوی تخریبي عملونه او کړه وړه تر کورونا زیات زمونږ اقتصاد ، تعلیم ، هنر ، اسلام ، دود او دستور ته مضرتمامیږي .
    کورونا یو الهي آفت دی خو طالب یو پنجابی آفت دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب