دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه غزني کې ۷ طالب وسله وال وژل شوي دي

په غزني کې ۷ طالب وسله وال وژل شوي دي

تاند (جمعه، د دلوې ۳) د غزني چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې په دوه جلا جلا هوایي بریدونو کې ۸ طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د والي ویاند، واحدالله جمعه زاده  ویلي، چې یاد شمیر وسله والو تیر ورځ ناوخته وژل شوي دي.

ښاغلی جمعه زاده زیاتوي: «وسلوالو طالبانو د غزني ولايت د مرکز اړوند د ناني په سیمه کې غوښتل د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه تر سره کړي، چې د افغان امنيتي او هوايي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي.د یاد برید په ترڅ کې د یو سرګروپ په ګډون ۷ طالب وسله وال وژل شوي او ۱ تن یې ټپي دی.»

د جمعه زاده په خبره، په دغه بریدونو کې افغان هوايي ځواکونو او ولسي خلکو ته زیان نه دي اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

په تیره یوه شپه او ورځ کې د ننګرهار ولایت په درې ولسوالیو کې هم د افغان ځواکونو په هوائي بریدونو کې له ۵۰ ډیرو طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د افغان هوائي ځواکونو له لوري پر طالب وسله والو دغه هوائي بریدونه په داسې حال کې کیږي، چې لا هم په دوحه کې د سولې روانو خبرو اترو کومه مطلوبه پایله نه ده ورکړي.

ګڼ شمیر داخلي او بهرني ساسیتوال، په افغانستان کې د روانو جګړو او د تاوتریخوالي زیاتولي ته په اندېښنې سره وايي، چې که اوسنی روان جګړه ایز حالت همداسې دوام وکړي، د سولې د خبرو بریالي کیدل به یو خوب وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب