دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسعودي ته د اتمر سفر؛ عربستان د پوهنې په برخه کې مرسته...

سعودي ته د اتمر سفر؛ عربستان د پوهنې په برخه کې مرسته کوي

تاند (جمعه د دلوې ۲) د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د سعودي عربستان د پوهنې  له وزیر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمد بن محمد آل شیخ سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پوهنې او روزنې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي دي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سعودي عربستان د پوهنې وزیر د لیسانس او ماسټرۍ په برخه کې د تحصیلي بورسونو د زیاتېدو او همدارنګه د افغانانو له پاره د مسلکي او تخصصي زده کړو د زمینې د برابرولو برخه کې خپل چمتوالي وښود او ویلی یې دي، چې کولی شي د ښوونکو د روزنې او د شته نمونو او تجربو په کارولو سره د تعلیمي برنامو او درسي نصاب د پراختیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د پوهنې وزارتونو د علمي او ښوونیزو همکاریو د پراختیا په موخه یو هوکړه لیک هم لاسلیک کړ.

د یاد هوکړه لیک په رڼا کې به د پوهنې د برخې د مسوولینو او د محصیلنو د پلاوو ترمنځ علمي لیدنې زیاتې شي او په افغانستان کې به د عربي ژبې د زده کړې مینوالو ته د ژبې د زدکړې اسانتیاوې برابرې شي.

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له څو ورځو راهیسې، سعودي عربستان ته په سفر تللی، چې هلته یې د هغه هېواد له بیلابیلو چارواکو او همدارنګه د اسلامي هیوادونو د سازمان له غړو سره لیدنې کتنې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب