Homeخبرونهفیفا:ولسي جرګه دې په مشروط ډول بودجه تصویب کړي

فیفا:ولسي جرګه دې په مشروط ډول بودجه تصویب کړي

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا غواړي چې د ۱۴۰۰مالي کال بودجې پرسر د ولسي جرګې او افغان حکومت ترمنځ رامنځه شوی جنجال حل کړي.

د دې بنسټ مسوول محمد نعیم اصغري وايي، دوی ولسي جرګې او مالیې وزارت ته د دې ستونزې د حل په موخه طرحه ليږلې ده.

د نوموړي په خبره د یادې طرحې یو ټکی همدا دی چې ولسي جرګه دې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه په مشروط ډول تصویب کړي.

په ورته وخت کې د مالیې وزارت وایي، لا تراوسه دوی ته په رسمي توګه د فیفا طرحه نه ده رسیدلې.

د مالیې وزارت مطبوعاتي مسوول فرید نوښت وايي، د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې به د درېیم ځل لپاره ولسي جرګې ته د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه د تصویب لپاره ولېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګه د نوي مالي کال په بودیجه کې د ښوونکو د معاشونو پر لوړوالي ټينګار کوي خو د دې جرګې ځینې غړي وایي چې حکومت د دوی له دې پرېکړې سره مخالفت کوي.

د دې جرګې ځینې غړي وایي د ۱۴۰۰ کال په بودیجه کې د امتیازي معاشونو او اضافي لګښتونو لپاره د حکومت له لوري میلیاردونه افغانۍ ځانګړې شوي خو د ښوونکو د معاشونو لوړوالي برخه کې يې هېڅ بدلون نه دی راوستی.

د ولسي جرګې غړي بیا د ښوونکو او ځينو ټيټ پوړو مامورینو د معاش پر لوړولو ټینګار کوي.

دوی زیاتوي چې حکومت د خپلو سیاسي اړیکو لپاره د معاشونو ځانګړي سیستمونه رامنځ ته کړي دي چې د لوړپوړو چارواکو نږدې کسان لوړ او غیر عادلانه معاشونه اخلي.

دوی ټینګار کوي چې باید د مامورینو په معاشونو کې عدل رامنځته شي او په ځانګړې توګه د ښوونکو معاشونه باید لوړ کړل شي.

دولسي جرګې غړي وایي دا د دوی مسوولیت دی چې د هر افغان د حق غوښتنې برخه کې کار وکړي او له حقونو یې دفاع وکړي.

کلونه کیږي چې د ښوونکو دمعاشونو د لوړوالي چيغې وهل کېږي خو حکومت سره له دې چې ژمنې یې کړي خو عملي اقدام یې تر اوسه نه دی کړی.

د نظرخاوندان هم په دې برخه کې پر حکومت نيوکې لري او وايي حکومت باید د ښوونکو د معاشونو لوړوالي ته لومړيتوب ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...