Homeخبرونهراحلې دوستم د مشرانو جرګې د غړې په توګه لوړه وکړه

راحلې دوستم د مشرانو جرګې د غړې په توګه لوړه وکړه

تاند (یکشنبه د جدي ۲۸) د مارشال عبدالرشيد دوستم لور راحلې دوستم د مشرانو جرګې د غړې په توګه نن یکشنبه د لوړې مراسم ترسره کړل.

راحله دوستم څو ورځې وړاندې د ولسمشر غني له لوري د مشرانو جرګې د انتصابي سناتورې په توګه ټاکل شوې وه.

د ولسمشر غني له دې پرېکړې وروسته چې مېرمن دوستم یې د مشرانو جرګې د سناتورې په توګه وټاکله، د ټولنیزو رسنیو د فعالانو سربېره یې د یو شمېر چارواکو غبرګونونه هم له ځانه سره لرل.

د ځینو چارواکو او ټولنیزو فعالانو په وینا په اوسني وخت کې قربانۍ یو څوک ورکوي، خو امتیازات نورو ته ورکول کېږي.

د مشرانو جرګې د انتصابي سناتورې په توګه د راحلې دوستم تر ټاکل کېدو وروسته ولسمشر اشرف غني د روانې جدي میاشتې په ۱۸ نېټه د دولتي پلاوي په ملتیا د ننګرهار د عمومي وضعیت ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ځايي چارواکو په ګډون د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره له نژدې وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

په دې ناسته کې د ننګرهار د ولایتي شورا پخواني غړي ذبیح الله زمري وویل، د ننګرهار ولسونو تل د شته نظام د بقاء لپاره قرباني ورکړې خو خدمت ورته نه دی شوی.

نوموړي په مشرانو جرګه کې د انصابي سناتورې په توګه د راحلې دوستم ټاکل کېدو ته په اشارې او ولسمشر ته په خطاب کې وویل: «که د نظام دفاع یو مونږ یې کوو، خو تاسو بیا برعکس نور کارونه هم کوۍ جناب جلاالتماب ولسمشر صیب! مارشالي ورکوۍ دوستم، د مرکچي پلاوي غړیتوب ورکوئ باتور دوستم ته، او انتصابي سناتوره کوې راحله دوستم، دا مونږ پنجابیان یو؟»

اخوا بیا د ولسي جرګې یو شمېر غړیو هم څو ورځې وړاندې په خپلو څرګندونو کې وویل چې ولسمشر ځيني کارونه د خپلو شخصي ګټو په خاطر کوي او د ولسونو پرېکړې ورته ارزښت نه لري.

ښاغلي غني ننګرهار ته د وروستي سفر پر مهال یو ځل بیا ددغه ولایت له ولسونو سره خپلې ژمنې تازه کړې او له دوی څخه یې د عملي کولو لپاره یوه میاشت وخت واخیست.

نوموړي وویل چې یوه میاشت وروسته به بیا دغه ولایت ته سفر کوي او خلکو ته به وښيي چې له دوی سره د کړیو ژمنو له ډلې یې کومه یې د عملي کېدو او کومه یې نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...