یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ملي دفاع وزارت: کندهار کې ۳۰ طالبان وژل شوي

د ملي دفاع وزارت: کندهار کې ۳۰ طالبان وژل شوي

تاند (یکشنبه د جدي ۲۸) د افغانستان د ملي دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د ۳۴ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د دفاع وزارت نن یکشبنه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، طالبانو پرون په شاولي کوټ او ژېړۍ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په طالبانو وار ړومبی کړی او د فعالې دفاع په چوکاټ کې یې په نښه کړي، چې ۳۰ تنه یې وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

سرچینې دغه راز زیاته کړې، امنیتي ځواکونو د طالبانو درې پټنځایونه، یو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم له منځه وړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو څو میاشتو کې په کندهار کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې زیاتې شوې چې ډېر کله د درنې مرګ ژوبلې راپورنه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب