پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهامریکا: امارات او بحرین زموږ امنیتي شریکان دي

امریکا: امارات او بحرین زموږ امنیتي شریکان دي

تاند(یکشنبه، د جدي ۲۸) د امریکا د بهرینو چارو وزارت اعلان کړی چې متحده عربي امارت او بحرین د دوی ستر امنیتي شریکان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، متحده عربي امارات او بحرین په سیمه کې د زرګونو امریکایي سرتېرو کوربانه دي او د افراطیت د مخنیوي لپاره یې خپله ژمنتیا ښودلې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، له دې اعلان سره به امریکا له یادو دواړو هېوادونو سره د ملګرتیا نوی پړاو پرانیزي او په باور یې په اقتصادي او امنیتي همکاریو کې به یو بل ته ژمن وي.

بحرین او متحده عربي امارات هغه هېوادونو دي چې د امریکا په وړاندیز یې له اسرائیلو سره خپلې سیاسي اړیکې عادي کړې.

تر دوی وړاندې د عربي هېوادونو له ډلې مصر او اردن له اسرائیلو سره اړیکې عادي کړې وي چې د ګڼو اسلامي هېوادونو غبرګونونه یې هم را پارولي وو.

ایران پر یادو هېوادونو سختې نیوکې کړې وې او له اسرائیلو سره د فلسطین  پر معاملې تورن کړل، بل خوا فلسطین هم د اسرائیلو اماراتو او بحرین ترمنځ د اړیکو پر عادي کېدو غبرګون ښودلی و او په کلکو ټکو یې غندلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...