شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکه عبدالرووف ونه ژغورل شو، د بلخ چارواکي به له دندو ګوښه...

که عبدالرووف ونه ژغورل شو، د بلخ چارواکي به له دندو ګوښه شي

(تاند، یکشنبه، د جدي ۲۸) ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ ولایت امنیتي چارواکو ته خبرداری ورکړی، که د عبدالرووف په نوم تښتول شوی، ماشوم یې د تښتونکو له چنګه ونه ژغوره، نو ټول به له دندو ګوښه کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال، رسنیو ته په یوه استول شوې ويډیو کې ویلي: “ د افغانستان ولسمشر، د عبدالرووف قضیه په خپله تعقیبوي او د بلخ ولایت ټولو امنیتي چارواکو ته یې خبرداری ورکړی، چې ژر تر ژره دې دغه ماشوم پیدا او خپلې کورنۍ ته دې وسپاري.”

په همدې حال کې بیا نن سهار د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د شپږنیمو بجو د غونډې په راپور کې لیکلي و، چې په بلخ کې د تښتول شوي ماشوم له کورنۍ سره یې لیدلي او تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې به یې په خپلو هڅو پیدا او وژغوري.

عبدالرووف هغه ۹کلن ماشوم دی، چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې په بلخ ولایت کې د انسان تښتونکو له لوري نامالوم لوري ته وړل شوی دی، چې لا یې هم امنیتي چارواکي په پیدا کولو نه دي بریالي شوي. د عبدالرووف د کورنۍ غړو له تیرو دوه میاشتو راهیسې د بلخ ولایت مقام مخې ته پرلت کړی و، ترڅو یې حکومت ورسره په پیدا کولو او ژغورلو کې مرسته وکړي.

د تښتول شوي ماشوم کورنۍ همدا تیره اونۍ په مزارشریف ښار کې د یو لاریون په ترڅ کې ویلي وو، چې که حکومت یې ماشوم زوی پیدا نکړي نو له طالبانو څخه به یې په پیدا کولو کې مرسته وغواړي.

تښتونکي د عبدالرووف له پلار څخه زیاته اندازې پیسې غواړي، چې د نوموړي په خبره په توان کې یې نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب