شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+ژان ژاک روسو او پارلمان| جنرال دولت وزیري

ژان ژاک روسو او پارلمان| جنرال دولت وزیري

د پارلمان د جوړښت، مسوولیتونو، تاسیس او نورو اړخونو په اړه ډېرو کسانو لیکنې کړي، چې د بېلابېلو نظریاتو په رڼا کې د دې موضوع څېړل، زموږ له فکري پراختیا سره مرسته کوي.

ژان ژاک روسو – ۱۷۱۲ – ۱۷۷۸ (په فرانسوۍ کې Jean-Jacques Rousseau) د سویس هیواد په ژنیو/جنیوا ښار کې چې هغه وخت مستقل دولت و، زیږیدلی دی.

ده د کوچنيوالي پر مهال له کړاوونو ډک ژوند درلود، خو له ټولو ستونزو سره- سره ده له مطالعې سره ډېره مينه درلوده او په دې لار کې يې ډېر پرمختګ وکړ او حتی ستر فيلسوف ترې جوړ او ډېر کتابونه يې ولیکل. دغه فیلسوف او متفکر ځینې داسې ویناوې او طرحې لري، چې اوس هم د حکومتونو مشران ورڅخه ګټه اخلي. خلکو ته سوچ ورکوي او د سیاست تیاره اړخونه بیانوي.

 ده به ویل:

«که يو ملت د ناچارۍ له مخې زور ته تابع شوی وي او د داړه مارانو اطاعت کوي. دا په دې مانا نه ده چې هر څه سم روان دي. کله چې بېوزلی ملت د ظلم او زور د زنځيرونو د شلولو توان په ځان کې وګوري، بې له ځنډه به دغه عمل چې د زنځيرونو شلول دي تر سره کوي. ځکه چې دغه ډول اطاعت د حق اطاعت نه بلکې د زور اطاعت دی.»

دي وايي:

«که داړه ماران حق لري چې په زور خلک د ځان تابع کړي، خلک هم حق لري چې د دوی له زوره ځان وژغوري.»

ژان ژاک روسو ليکي:

«له حکومتونو څخه د ټولنو اطاعت د زور په واسطه د ټولنو سپېڅلی حق نه دی، بلکې ټولنیز نظم د ټولو حقوقو بنسټ بلل کېږي او د ټولنې سپېڅلی حق جوړوي.»

د هر هېواد وګړي د حکومتونو او حکومتي مشرانو اطاعت ته اړ دي، هم قوانین دا غواړي، هم د هېوادونو خپلې ګټې. خو کله چې حکومتونه نه شي کولی خپل مسوولیتونه سم ترسره کړي، دا بیا د خلکو روا حق دی، چې اوسنیو غوښتنو او معیارونو ته په پام د حکومت ګرېوان ته لاس وغزوي او خپل حق ترې وغواړي، ځکه دا هرڅه په معاصرو قوانینو کې تشریح شوي دي.

دا يو منل شوی حقیقت دی چې د ازادۍ حس په هر انسان کې موجود وي او دا د بشر فطرت او طبیعت دی. کله چې انسانان د قانون اطاعت کوي، هغه د ځان د ساتنې قانون ګڼي او تر ټولو مخکې د ځان د ساتنې په هکله فکر کوي.

که چېرې په قانون کې د يوه شخص او ټولنې ازادیو او مدني حقوقو ته احترام نه وي شوی، تطبیقي جنبه به يې پر زور ولاړه وي، نو ځکه دا اطاعت بیا پایداره نه وي.

په دې هکله روسو وايي:

«په زندان کې هم زندانيان په ارامۍ ژوند تېروي، خو دا په دې مانا نه ده چې هغوی له ژوند څخه خوښ دي. که هره شېبه د دې موقع پيدا کړي چې له زندان څخه ووځي يوه شېبه هم نه ضایع کوي.»

 که په یوه ټولنه کې قانون د خلکو د عمومي ارادې څرګندوی وي، په هغه صورت کې قانون مقدس دی او په دغه حالت کې عدالت او خپلواکي د قانون زېږنده وي. په دې صورت کې یوازې د قانون موجودیت دی چې انسانان يو پر بل تېری نه کوي او د يوه او بل حقوقو ته په درنه سترګه ګوري.

که چېرې قانون د خلکو د عمومي ارادې څرګندوی نه وي او پر شخصي اراده بنا وي بيا دې ته د خلکو د ارادې قانون نه شو ویلای.

همدلته ده چی روسو د پارلمان او قانون جوړوونکو په هکله وايي:

«قانون جوړوونکي بايد سپېڅلي او د پوره فکر او لوړې پوهې څښتنان وي. که پارلمان د قانون په جوړولو کې د ټولنې عمومي اراده په پام کې ونیسي، په هغه صورت کې ټولنه قوي کېږي او ورسره پر مختګ کوي.»

دی زیاتوي:

«قانون جوړوونکي بايد هوښيار وي او د خلکو اړتياوې او هیلې ورمعلومې وي، او له دې سره ټول قوانين يې بايد د ټولني له عیني شرایطو سره برابر او سر وخوري.»

کله چې قانون جوړوونکي لومړی خپله قانون ته درناوی ونه کړي او لومړی یې پر ځان عملي نه کړي، پر ټولنه به یې څنګه عملي کوي؟

دی ليکي:

«د پارلمان غړي بايد له هوس او فساد څخه ليرې وي او د اوس له پاره د شهرت په فکر کې نه وي، بلکې دوی باید يوې پېړۍ وروسته د خلکو له خوا د خپل ځان په هکله د مثبت قصاوت په تمه وي.»

ژان ژاک روسو وايي:

«قانون جوړوونکي د حاکمیت درلودونکي نه دي، بلکې د حاکمیت درلودونکي یوازې خلک دي او له خلکو د دې حاکميت اخیستل لويه جفا ده.»

په معاصره ټولنه کې هم معیار دا دی، چې اصلي واک له خلکو سره وي، دا خلک دي چې د غوره حکومت په ټاکلو کې رول لري او د قانون په رڼا کې یې حقونه تضمین شوي دي.

پورته سپارښتنې په هغه صورت کی پارلمان عملي کولای شي چې غړي يې د خلکو په اراده او ازادو رایو پارلمان ته راغلي وي او قوانین يې د خلکو د ارادې څرګندوی وي او داسې قوانين وي چې خلک يې د تطبيق تحمل ولري.

که پارلمان د خپلو شخصي ګټو او له حکومت سره په تقابل کې قوانين جوړوي دوی د دې پر ځای چې ټولنې او هېواد ته ګټه نه رسوي، بلکې د دوی تائید شوي او تصویب شوي قوانين د ټولنې نظم له منځه وړي او ټولنه به د کړکېچ خوا ته رهنمايي کوي.

که قوانین ښه او د ټولنې په ګټه وي، کلونه څه چې پېړۍ- پېړۍ خلک د هغوی رعايت او د هغو قوانينو په رڼا کې ژوند کوي. اسلامي قوانين يې سترې بېلګې دي.

د افغانستان پارلمان ته که څه هم په هغو شرايطو برابر پارلمان نه شو ویلای، کوم ته چې روسو اشاره کړې ده. خو سره له ټولو کمزوریو خلک دوی ته د زړه نه او يا د مجبوريت له مخې د خلکو استازي وايي.

دوی ته اړينه ده چې لږ تر لږه د خلکو ارادې په پام کې وساتي او له حکومت سره له تقابل څخه ځان وساتي.

دوی کولای شي چې په لانجمنو مسالو کې د تفاهم له لارې له حکومت سره خپلې لانجې حل او د ملت په ګټه فضا رامنځته کړي.

په دې وروستیو کې د پارلمان له خوا د بودجې تائید يوه لانجمنه مساله ګرځېدلې ده. د پارلمان غړي دې د شرايطو او د هېواد اقتصادي او نظامي وضعي ته په کتو سره پرېکړې وکړي او حکومت دې هم هغه څه چې د ټولنې ریښې وچوي، په له منځه وړلو کې ځنډ نه کوي.

په پارلمان کې دې پر هیواد مین استازي د شخصي ګټو، شهرت او سلیقوي چلندونو څخه تېر او د هېواد د درې واړو قواوو تر منځ دې د هېواد په ګټه یووالي ته ژمن اوسي او په دې لار کې دې خپلې هڅی نه سپموي.

یادښت:

په دې لیکنه کې له «سیاسي نظريات» کتاب څخه چې د محمد نادر ايوبي کندهاری ليکنه ده ګټه پورته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب