Homeخبرونهولسمشرۍ ماڼۍ پر ښځینه قاضیانو برید غندلی

ولسمشرۍ ماڼۍ پر ښځینه قاضیانو برید غندلی

تاند(یکشنبه، د جدي ۲۸) ارګ د سترې  محکمې پر ښځینه قاضیانو برید غندلی او د هغوی مړینه یې ستره ضایع بللې ده.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني د دغه تروریستي برید د غندلو پرمهال وویل، د طالبانو ډلې او نورو تروریستي ګروپونو له لوري زموږ پر بې دفاع هیوادوالو بریدونه او د دوی پر وړاندې تاوتریخوالی د اسلامي ارشاداتو د سولې د روحیې خلاف او د ولس پر وړاندې د نامشروع جګړې او دښمنۍ په مانا دی چې د سولې په اړه د ولس ملي اجماع زیانمنولای شي.

خبرپاڼه لیکی، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو وار بیا په ټینګار او تکرار له طالبانو غواړي چې زور، ترور، وحشت او جنایت د ستونزو حل نه دی او په هیواد کې روان ناورین او جګړه لا سختوي او اوږدوي، نو د دایمي اوربند په منلو سره د سولې لپاره خپله رښتینې او عملي اراده وښیئ.

خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني اړوندو مسوولینو ته د دغې پېښې د عاملینو د تعقیب او مجازاتو په اړه د جدي لارښوونې وکړې.

دا په داسې حال کې دی چې نن سهار د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند قلع فتح‌الله سیمه کې نامعلومو وسله‌والو له لورې د سترې محکمې د قاضیانو پر موټر برید وشو چې په پایله کې یې دوه قاضیانې ووژل شوې او دوه نورې ټپیانې دي.

د یاد برید مسوولیت تراوسه کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...