شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههرات کې د انسان تښتوونکو یوه ډله نیول شوې

هرات کې د انسان تښتوونکو یوه ډله نیول شوې

تاند(یکشنبه، د جدي ۲۸) د هرات امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله ونیوله.

د هرات له ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د انسان تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله چې له څو کلونو راهیسې یې د دغه ولایت په سویل کې فعالیت کولو د ګذره ولسوالۍ د پولیسو له لورې ونیول شول.

د هرات د والي مرستیال نور احمد حیدري وایي، دغه کسانو تر نیول کېدو وروسته په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او ټولې کړنې یې منلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د امنیتي پېښو ترڅنګ انسان تښتوونکي هم زیات شوي دي.

کابو اتیا ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو یوې ډلې په بلخ ولایت کې یو کم عمره ماشوم تښتوولی چې لا هم ورسره دی تېره ورځ ولسمشر د بلخ ولایت دولتي مسوولینو ته خبرداری ورکړ چې که یې دا ماشوم ژر تر ژره ازاد نه کړ ټول به له دندې ګوښه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب