شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبایډن: د لوړې په لومړۍ ورځ پر مسلمانانو د سفر بندیزونه لغوه...

بایډن: د لوړې په لومړۍ ورځ پر مسلمانانو د سفر بندیزونه لغوه کوم

تاند(یکشنبه، د جدي ۲۸) د امریکا ټاکل شوی ولسمشر جوبایډن به د خپلې کاري دورې په لومړۍ ورځ هغه فرمان لاسلیک کړي چې له مخې به یې د ټولو اسلامي هېوادونو پر وګړو امریکا ته د ډونالډ ټرمپ له خوا د سفر لګول شوی بندیز لغوه شي.

د جوبایډن لوې درستیز ران کلاین نن په یوه یادداشت کې وویل، یو له هغه مسایلو چې منتخب ولسمشر جوبایډن به وروسته له لوړې ترسره کړي، د اسلامي هېودونو وګړو ته د دې اجازه ورکول چې امریکا ته لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا کې د ولسمشر اجرايي فرمانونه د کانګرس تصویب ته اړتیا نلري
دغه راز کلاین زیاته کړه، چې د جوبایډن د کار د لومړۍ ورځ په برنامه کې د پاریس اقلیمي هوکړې ته د امریکا راستون کیدو لپاره د هڅو پیلیدل او د فډرال په ادارو کې د کورونا ویروس خپریدو څخه مخنیوي لپاره د ماسک کارول هم په لومړیتوب کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د خپل تحلیف په مراسمو کې د ځینو اسلامي هیوادونو سفرونه يې امریکا ته منع کړي وه.

له دې سره سم ډونالډ ټرمپ په روان کال کې د پاریس له اقلیمي تغیر هوکړې څخه ووته او د کورونا ویروس له خپریدو څخه مخنیوي په برخه کې یې هم جدیت نه وو ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب