شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمریم سما: د ولسي جرګې غړي د شخصي ګټو لپاره بودجه نه...

مریم سما: د ولسي جرګې غړي د شخصي ګټو لپاره بودجه نه تاییدوي

تاند(یکشنبه، د جدي ۲۸) په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې مریم سما وایي، د ولسي جرګې هغه غړي چې بودجې ته د رد رایه ورکوي د خلکو په غم کې نه دي بلکې غواړي خپلې پروژې د ۱۴۰۰ کال په مالي بودجه کې شاملې کړي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې مریم سما په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د ولسي جرګې د غړو له خوا د بودجې د نه تاییدولو هدف یوازې خپلې ګټې دي او د خلکو غم نه دې اخیستي.

هغه وایي، دا نه یوازې چې سږ کال داسې حالت روان دی بلکې تر دې وړاندې هم هر کال د بودجې د تایید پر وخت دوی د خپلو  پروژو لپاره د بودجې طرحې ته د رد رایه ورکوي او غواړي خپلې ګټې د بودجې په طرحه کې شاملې کړي ترڅو یې خپلو شخصي جېبونو ته واچوي.

هغې خلکو ته په اشارې ویلي، له فساد څخه هیڅکله ملاتړ مه کوئ هغه که په دولت کې وي او که په ولسي جرګه کې وي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه د ولسي جرګې له لورې د دویم ځل لپاره رد شوه او د دغې جرګې غړي له دولت غواړي چې په راتلونکي کال بودجه کې دې د استادانو، سرتېرو او نورو ټیټ رتبه مامورینو معاشات لوړ شي او په طرحه کې دې شامل شي.

دغه راز دوی وایي، په حکومت کې دننه چې کوم چاته لوړ معاش ورکول کېږي هغه باید کم شي او سرتېرو، استادانو اجیرانو ته دې ورکړل شي.

بل خوا ولسمشرغني بیا ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال وویل، ولسي جرګه د دې صلاحیت نه لري چې  په بودجه کې خپل فرمایشات ځای پر ځای کړي بلکې د دوی صلاحیت یوازې د رد او تایید دی.

2 COMMENTS

  1. د نابغه فرمان
    بل خوا ولسمشرغني بیا ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال وویل، ولسي جرګه د دې صلاحیت نه لري چې په بودجه کې خپل فرمایشات ځای پر ځای کړي بلکې د دوی صلاحیت یوازې د رد او تایید دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب