شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeکلتورسینماد مشهورې فلمي ستورې انوشکا شرما لور وزېږیده

د مشهورې فلمي ستورې انوشکا شرما لور وزېږیده

تاند(دوشنبه، د جدی ۲۲) د باليووډ فلمونو مشهورې اداکارې انوشکا شرما نړۍ ته لور راوړه.

نن غرمه مهال د انوشکا شرما لومړنى ماشوم زیږیدلی دى، چې نجلۍ ده.

انوشکا شرما چې د هندوستان د مشهور کرکټ لوبغاړي او کپتان ويراټ کوهلي سره يې واده کړى دى، څو مياشتې وړاندې يې اعلان کړى و، چې د دوى لومړنى ماشوم به د ٢٠٢١ کال په جنورۍ مياشت کې دې دنيا ته راشي.

ويراټ کوهلي نن په ټويټر کې يو پېغام خپور کړى دى او خپلو مينه والو سره يې د خوشحالۍ دا خبر شریک کړى دى.

کوهلي په خپل پېغام کې ليکلي دي، چې نن غرمه مې لور وزېږېدله او انوشکا شرما او ماشومه دواړه ښې دي.

نوموړي د خپلو مينه والو څخه مننه هم کړې ده او دا يې د ژوند نوى پړاو ياد کړى دى.

ويراټ کوهلي چې په ټويټر کې يې دا پېغام خپور کړى دى، په نيم ساعت کې ٩٣ زره کسانو د هغه دا ټويټ خوښ کړى دى او ٢٠ زره کسانو بيا ريټويټ کړى دى.

همدا راز ١١ زره کسانو ورته کمنټونه کړي دي او هغه او نوشکا شرما ته يې د لومړني ماشوم يا لور په زېږېدو مبارکي ورکړې ده.

انوشکا شرما چې د هندوستان په ډېرو فلمونو کې یې کار کړی او یوه له مشهورو اداکارانو څخه ده.

هغې تقریبا” دوه کاله وړاندې د کرکټ ملي لوبډلې له کپتان ویرات کوهلي سره واده وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب