شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکابینې د ۱۴۰۰ کال د بودیجې دویمه مسوده هم تایید کړې ده

کابینې د ۱۴۰۰ کال د بودیجې دویمه مسوده هم تایید کړې ده

تاند(سه شنبه، د جدي ۲۳) د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر غني په مشرۍ تېره ورځ د کابینې غونډه شوې ده او په هغه کې د راتلونکي کال د بودیجې دویمه مسوده هم تایید شوې ده.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې غړو د حکومت له لوري له وړاندیز شوې بودیجې سره مخالفت ښودلی دی او هغه یې غیر عادلانه بللې وه.

وکیلانو همدا راز به نوې بودیجه کې د ښوونکو او سرتېرو د معاشونو لوړولو غوښتنه کړې ده.

ولسمشر غني تېره ورځ د کابینې په غونډه کې سپارښتنه کړې چې مالیې وزارت باید د بودیجې نورې مرحلې مخ ته یوسي.

د کابینې په دې غونډه کې په هېواد کې پر روان وضعیت، سولې، بین الافغاني مذاکراتو او نورو مواردو هم بحثونه شوي دي.

څو ورځې وړاندې ولسي جرګې د نوي مالي کال په بودیجه کې د ښوونکو د معاشونو پر لوړوالي ټينګار کوه خو د دې جرګې ځینو غړو ویل چې حکومت د دوی له دې پرېکړې سره مخالفت کوي.

د دې جرګې ځینو غړو زیاته کړې وه چې د ۱۴۰۰ کال په بودیجه کې د امتیازي معاشونو او اضافي لګښتونو لپاره د حکومت له لوري میلیاردونه افغانۍ ځانګړې شوي خو د ښوونکو د معاشونو لوړوالي برخه کې يې هېڅ بدلون نه دی راوستی.

د ولسي جرګې غړي وایي دا د دوی مسوولیت دی چې د هر افغان د حق غوښتنې برخه کې کار وکړي او له حقونو یې دفاع وکړي.

کلونه کیږي چې د ښوونکو دمعاشونو د لوړوالي چيغې وهل کېږي خو حکومت سره له دې چې ژمنې یې کړي خو عملي اقدام یې تر اوسه نه دی کړی.

د نظرخاوندان هم په دې برخه کې پر حکومت نيوکې لري او وايي حکومت باید د ښوونکو د معاشونو لوړوالي ته لومړيتوب ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب