Homeخبرونهکابل کې د وسله والو غلو یو مشر "امر طوفان" نیول شوی

کابل کې د وسله والو غلو یو مشر “امر طوفان” نیول شوی

( تاند، یکشنبه د جدي ۲۱) د کابل پولیس وايي چې امنیتي ځواکونو کابل کې د “امر طوفان” په نوم د وسله والو غلو یو مشر نیولی دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي: “دغه کس د پولیسو په هدفي عملیاتو کې د کابل ښار د ۱۶مې حوزې په مربوطاتو کې ونیول شو، چې یو شمېر وسلې هم ورڅخه ترلاسه شوې دي.”

د فرامرز په خبره، چې “امر طوفان” د وسله والو غلاوو، انسان تښتونې او باج اخیستنو په تور د پولیسو تر تعقیب لاندې و.

وروسته له هغې، چې د ولسمشر له لوري، خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته، د کابل ښار د امنیت مسؤولیت ورکول شوی، په پلازمېنه کې د وسله والو غلاوو، هدفي وژنو او انسان تښتونو په تور ګڼ شمیر کسان د پولیسو له لوري وژل شوي، نیول شوي او پاتې نور یې تر جدي تعقیب لاندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...