Homeخبرونهبلخ کې ګل پلورونکې مېرمن

بلخ کې ګل پلورونکې مېرمن

(تاند، دوشنبه جدي ۲۳) د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د لومړي ځل لپاره، یوې مېرمنې په خپل مالي لګښت د تازه ګلانو پلورنځی جوړ کړی.

دغه مېرمن، چې بنفشه نومیږي، د مزارشریف ښار په یوه څنډه کې یې د (ګلسرا) په نوم د ګلانو دوکان جوړ کړی، چې شاوخوا ۲ زره ډالر لګښت پرې راغلی.

دغه میرمن وايي: “ د ټول کور او ماشومانو د ساتنې او پالنې مسؤولیت راترغاړې دی، په کور کې نارینه هم نلرم، له حکومت مو هم تمه شلیدلې، نو مجبور وم، چې له کوره راووځم او په ښار کې کار وکړم.”

مېرمن بفشه وايي، د تازه ګلانو دوکان یې ځکه د ژمې په موسم کې پرانستی، چې د پسرلي تر را رسیدو پورې به کاروبار ډیر پراخ شوی وي او د اوس په پرتله به د تازه ګلانو سلګونه ډولونه ولري.

وروسته له هغې چې په ټولنیزو رسنیو کې د دغې مېرمنې د ګل پلورنځي عکسونه خپاره شول، د خلکو له هرکلي سره مخ او دا یې د افغان مېرمنو له جملې څخه د یوې ابتکار او نوښت بللی.

له دې وړاندې هم په پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو کې ګڼ شمیر میرمنو له کوره بهر په ښارونو کې دوکاندارۍ او بازار ته مخه کړې، خو دا لومړی ځل دی، چې یوه مېرمن په خپل مالي لګښت د تازه ګلانو یو داسې دوکان جوړوي، چې د ګڼ شمیر خلکو پام ور اوښتی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...