شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeجنرال وزیريښه خوی او خوږې خبرې| جنرال دولت وزیري

ښه خوی او خوږې خبرې| جنرال دولت وزیري

ښه وینا او ښې خبرې د یوه غوره انسان د ښه چلند یوه برخه جوړوي.
وايي:
«ښه خوی به دې سلطان کړي، بد خوی به دې ځان پورې حیران کړي.»

ادب، اخلاق، ښه خوی او خوږه ژبه دا ټول هغه څه دي چې د یوه ښه انسان ګاڼه يې ګڼلی شو، ځکه وايي چې ادب او اخلاق لګښت نه لري ، بلکې ټول يې خریداران وي. يا دا چې:
«ادب او خوږه ژبه لګښت نه لري خو هر څه پرې را نیولای شي.»
زموږ ستر پیغمبر ( ص ) به ویل:
«ډیره ښه صدقه د ژبې ساتنه ده.»
عبدالقادر خټک به ویل:
ژبه عادت کړه په ښو خبرو
خبرې ښې دي ښې تر شکرو
د خوند مثال يې شکرې وایم
قدر يې ډېر دي تر مرغلرو

په نړۍ کې اکثره قوانین د ټولنې تر منځ د ښو اړیکو او ښې راشې درشې په خاطر جوړېږي، چې د ټولنې وګړي د فکرونو او عاطفي اړیکو په مرسته سره وتړي او متحد کړي. که چېرې د ټولنې په منځ کې اداب، اخلاق، ښه او نرمه ژبه وجود ولري، دا ډول ټولنې بيا هېڅ ډول مدونو قوانینو ته اړتيا نه لري، ځکه په خپله ټولنه اصلاح او د یوه او بل سره ژوند کول ورته دود او دستور ښکاري او بې له زور او جبر دغه ډول منل شوي دودونه مني او پر ځان يې عملي کوي.

همدغه ډول آداب او یو بل ته درناوی ټولنه سره تړلې ساتي. د همدغو ادابو او د ژبې د نرمو او ښو لهجو په پایله کې ټولنه لا نوره هم ښکلې کېږي، کشران سخت زیار ته هڅول کېږي، د همزولو ترمنځ صمیمیت او مینه زیاتېږي او مشرانو ته د درناوي حس په خلکو کې زیاتېږي. د دغسې ټولنو پرمخ د پرمختګ لاری خلاصېږي، ځکه وايي:

«ښه اخلاق او ښه خوی لکه روانې اوبه دي چې د خپل شا او خوا د شادابۍ او ښکلا سبب ګرځي.»

خوږې خبرې د انسان پر روح او روان هم ښه تاثیر کوي، د انسانانو څېرې او روح ته ښکلا وربخښي.

ترخې او له ادب څخه لیرې خبرې او د خبرو ناوړه لهجه پر دواړو لورو ناوړه اغېزه کوي او د څېرې حرکات ور سره غیر منظم کيږي.
قلندر افریدی وايي:
په ښه خوی باندې پردی عالم خپلېږي
په بد خوی باندې خپل واړه شي نور
او یا د پښتو مشهور متل چې وايي:
«ژبه هم کلا ده هم بلا.»
دا د انسانانو په واک کې خبره ده که وغواړي چې په نرمه، خوږه، په ادب او خوږه لهجه خپله خبره بل لوري ته واوروي او یا د ده د واک خبره ده چې له بې ادبۍ او ترخې لهجې کار واخلي.
عبدالکریم کاکړ به ویل:
«هغه څوک چې اخلاقی وي، د هغه نوم به باقي وي.» او یا دا چې د بدې ژبې حاصل اخر بد وي، ځکه وايي:
«که دېوال ته ووايي، چې بلا، بلا، بلا، اخر دېوال هم وايي چې بلا!»
نو وايي هغه کار چې خوږه خبره کولای شي په زور يې هېڅ وخت نه شي لاس ته راوړلای.
دا ډېره مشهوره خبره ده چې وايي:
د تورې زخم ژر جوړېږي
د ژبې زخم تر قیامته پورې وینه
وايي:
د يوې یږې او يوه کس دوستي وه. هر سهار به غره ته د تګ پر مهال د یږې لپاره هم له ځان سره خواړه وړل او له یږې سره به يې یو ځای خوړل. یږې به د ده تر راتګ پورې لرګي راټول کړي وو. یوه ورځ د ډوډۍ خوړولو وروسته یږې غوښتل د خپل اشنا سره لوبې وکړي، خو اشنا يې ور ته وویل، چې لیرې شه خوله دې بوی کوي.

د دې خبرې په اورېدو سره یږې یوه غټه ډبره را واخیسته او په خپل سر کې يې خورا غټ پرهر جوړ کړ او بې هوښه شوه.
اشنا يې کور ته لار او کلونه کلونه د یږې د وېرې غره ته لاړ نه شو. وروسته له ډېرو کلونه په دې فکر چې یږه به اوس مړه شوې وي، غره ته لاړ. کله چې هلته ورسېد، پخوانۍ انډیواله یږه ورته راغله ور ته يې وویل، وګوره زما د سر هغه پرهر ښه شوی دی چې د ډبرې له امله جوړ شوی و، خو ستا د ناوړه ژبې پرهر تر اوسه زما په زړه کې تازه دی.

هغه د پخوانۍ اشنا يې په خاطر څه درته نه وایم، خو هیله ده چې بیا دلته را نشې، ځکه وايي، چی نرمه غاړه توره نه پرې کوي.
دا ډول کړنې د کورنیو، ټولنو او حتی د هېوادونو تر منځ هم وجود لري او ښه او بد دواړه را منځ ته کولای شي.

په کورنیو کې په خوږه لهجه او خوږو خبرو د کورنیو تر منځ مينه زیاتېږي او د پاشلو مخه يې نیسي. د ټولنو ترمنځ دا ډول کړنې ټولنې له ویشلو ساتي او د لا یووالي سبب يې ګرځي. د مشرانو له خوا په خوږو او ښو لهجو خبرې کول د ملت باور پر مشرانو زياتوي او بیا يې ملت هره خبره په ډېره مینه اوري او له دی سره يې غوسه هم بده نه ګڼي او په مينه يې زغمي. هېوادونه هم خپلې شخړې د سولې، یو بل ته د زغم او د نرمو سياسي سنګرونو له لارې په اسانه حل کولای شي.

که په عملي توګه ور ته نظر وشي دا به بې له شکه ومنو چې له کوچنيانو سره د هغوی په ژبه خبرې ډېر تاثیر لري، که کوچنیانو ته د للو للو پر ځای ووايو چې ویده شه، ویده شه، ژر کوه ويده شه، فکر کوم دا لاره به ګلستان ته نه بلکې د اغزیو دښتې ته موږ ورسوي.
له هر چا سره که د هغوی په ژبه او لهجه خبرې وشي فکر کوم تاثیر به يې ډېر زیات وي.

د يوې مغازې او یا د یوه رستورانت خاوند یوازې په ښه چلند، په خوږه ژبه او په نرمو خبرو خپل بیزنس ښه او بریالی کولای شي.
زموږ په ټولنه کې د ادب په چوکاټ کې په خوږه او نرمه غاړه یو کس خپل زوی ته د بل کس لور غواړي او هغه کس هم په ډېره مینه دې خبرې ته په مينه ځواب ورکوي.

ځینې خلک بېځایه په نورو ځان لوړ ګڼي او یا له بدو خبرو خوند اخلي. سمه ده چې د لنډ مهال لپاره به د داسې کسانو داسې کړنې وچلېږي، خو هغه به د ډېر مجبوريت له مخې وي. خو د دا ډول ناوړه کړنو ژوند ډېر لنډ او ډېر دوام نه کوي.

ځینې کسان چې د يوې خبرې د اثبات لپاره کافي دلایل نه لري او یا ځان بې له کوم دليله مشر او مستحق ګڼي، کوښښ کوي چې په زور، غوسه او بده لهجه خپلې خبرې پر مقابل لوري ومني. خو دا ډول کرنې له ادب او مدنې ژوند سره اړخ نه لګوي.

که یو څوک ځان مدني بولي، په مدني ټولنه کې ژوند کوي، انسانیت ته ژمن وي، له احساساتو ځان ژغوري، غواړي په ټولنه کی په مينه ژوند وکړي، خلک يې خبرو ته په مينه غوږ ونيسي، د ټولنې دود او دستور ته وفادار وي او ځان ته مشر او د ټولنې خدمتګار وايي او غواړي چې یو منلی کس وي، نو اړينه ده چې له خلکو سره په ادب، نرمۍ، خوږه ژبه او نرمه لهجه خبرې، چال او چلند وکړي. همدغه د مدنې ژوند لاره ده.

بل مهم ټکی دا دی چې خبرې لنډې وکړو، خو ښې خبرې وکړو. کله- کله ځینې کسان یو کتاب خبرې کوي، خو د یوې صفحې په اندازه محتوا هم په کې نه وي، د خوږو خبرو پیدا کول په دغسې لویو ویناوو کې ګران کار وي.

خبرې سره زر دي، تاسې د سرو زرو خزانه یاست، خپل دا سره زر په ارزانه له لاسه مه ورکوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب