سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهولسي جرګې د دولتي مامورینو د معاشونو لوړولو طرحه تصویب کړه

ولسي جرګې د دولتي مامورینو د معاشونو لوړولو طرحه تصویب کړه

تاند (چهارشنبه د جدي ۱۷) ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال په بودیجه کې د دولتي مامورینو د معاشونو لوړولو طرحه تصویب کړه.

ددې جرګې یو شمېر غړي ټینګار کوي چې د سرتېرو، ښوونکو او اجیرانو معاشونه باید لوړ شي او پر ځای دې یې د ځينو لوړو معاشونو په کچه کې کموالی راشي.

دغه پرېکړه وروسته له دې کېږي چې په یو شمېر ولایتونو کې دولتي مامورینو ویلي که په معاشاتو کې یې زیاتوالی رانه شي دوی مجبور دي چې کار بندیز اعلان کړي.

په دې وروستیو کې په ننګرهار، لغمان، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ښوونځیو معلمینو د اعتراضیه غونډه په ترڅ کې ویلي چې که په معاشاتو کې یې زاتوالی رانه شي دوی حاضر نه دي چې په ښوونځیو کې د تدریس چارې مخته یوسي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي سید احمد سېلاب نن چهارشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «ولسی جرګي د معلم ، سرباز ، مامور او اجیر معاشاتو لوړیدو طرحه د ۱۴۰۰ ملی بودجه کي تصویب کړه ټولو ته دی مبارک وی ، مبارزی رنګ راوړی.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د جرګې په نننۍ غونډه کې وویل، تر هغه به ولسي جرګه په ژمنیو رخصتیو لاړه نه شي چې د مامورینو د معاشونو لوړولو طرحه عملي شوې نه وي او د راتلونکي کال په بودیجه کې ځای نه وي ورکړل شوی.

که څه هم په یاده پرېکړه ډېر کسان خوښ دي، خو د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالان وايي چې تل دغه ډول تصمیمونه نیول شوي، ولې مسؤلین یې په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب