تاند ( چهارشنبه، د جدي ۱۷) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي په کابل ښار کې به د میلیونونو ډالرو په لګولو امنیتي کامرې نصب کړي.
صالح په یوه فیسبوکي پیغام کې ویلي دي چې ډېر ژر به ټول کابل ښار د امنیتي کامرو تر پوښښ لاندې راشي.
د ده په خبره د جرمونو د له منځه وړلو او مجرمینو د تعقیب لپاره د امنیتي کامرو نصبول یو اړین کار دی او په خبره یې دابه د جرمونو په کمولو کې مثبت اغېز ولري.
د ده په خبره د کامرو په نصبولو شاوخوا سل میلیونه ډالر لګښت راځي چې مرستندویه هېوادونو یې د تمویل ژمنه کړې ده.
امرالله صالح په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
افغان حکومت داسې مهال دغه پرېکړه کوي چې کابل ښار تر بل هر وخت بې نظمه او نا امنه شوی دی.
عام خلک په کې له وسله والوغلو او چسپکي ماینونو سخت شکایتونه لري او له حکومت نه په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.