چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد ازبکستان وارداتي برېښنا کې وړې تخنیکي ستونزې ګڼ ښارونه تیاره کړي

د ازبکستان وارداتي برېښنا کې وړې تخنیکي ستونزې ګڼ ښارونه تیاره کړي

تاند ( چهارشنبه، د جدي ۱۷) د افغانستان د برېښنا شرکت وایي چې په ازبکستان کې د یوې تخنیکي ستونزې له امله د څو ښارونو برېښنا نشته ده او قطع شوې ده.

کابل کې تېره شپه برېښنا نه وه او دې مسئلې په ټولنیزو رسنیو کې پرحکومت او برېښنا شرکت د خلکو نیوکې ډېرې کړې دي.

د ټولنیزو شبکو افغان کاروونکي وایي برېښنا شرکت یوه کمکاره اداره ده چې د برېښنا په څېر د یوې لومړنۍ اړتیا په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

د ازبکستان له لوري د برېښنا تر قطع کولو وروسته د هېواد څو ښارونه تېره شپه تیاره وو.

سره له دې چې هېواد ته په تېرو شلو کلونو کې میلیاردونه ډالر راغلي خو افغان چارواکي په دې بریالي نه شول چې له طبیعی سرچینو په استفادې هېواد د برېښنا له اړخه پر ځان بسیا کړي.

عام خلک هم د برېښنا نشتون لویه ستونزه ګڼي.

دوی وایي د برېښنا بیلونه ورکوي خو برېښنا نه لري او دې چارې دوی اندېښمن کړي دي.

بل لورته صنعتګاران هم په دې برخه کې پر حکومت نیوکې لري او وایي له همدې امله د دوی ګڼې فابرېکې غیر فعالې دي.

دا چې دا ستونزه به تر کله دوام وکړي د خلکو په باورځواب یې ښايي کلونه وخت وغواړي ځکه په شته اوبو کې د حکومت بې غوري دوی نا هيلې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب