سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه وایي مذاکراتي پلاوي دې ژر پر اوربند هوکړه وکړي

ولسي جرګه وایي مذاکراتي پلاوي دې ژر پر اوربند هوکړه وکړي

تاند (چهارشنبه، د جدي ۱۷) د ولسي جرګې ځینې غړي وایي د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ باید مذاکرات نور هم چټک شي.

د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو په پیلېدو دی نو د دې اړتیا ده چې ژر جګړه ختمه شي.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د خپلو خبرو پر مهال وویل اوربند د افغانانو تر ټولو ستره غوښتنه ده او دواړه لوري دې ژر په دې هدف هوکړه وکړي.

نوموړي یو ځل بیا له مذاکراتي پلاوو غوښتي چې په خبرو کې نرمښت وښيي او د جګړو د ختمېدو لپاره دې خبرې چټکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د چارو ادارې رییس فضل فضلي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي او په سیمه او افغانستان کې پر روان وضعیت او سولې يې خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو ټینګار کړی چې باید د سولې خبرې لاس ته راوړنې وساتي، د یوه مستقل، پیاوړي او با ثباته افغانستان د جوړېدو سبب شي او روان تاوتریخوالی دې ژر تر ژره کم کړل شي.

بل لورته بیا افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازي مرستیال ارناوت پاولس یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده.

پاولس ویلي د سولې له خبرو سره هم مهاله هدفي بریدونه، تاوتریخوالی او جګړې تېزوالی د منلو وړ نه دي.

هغه ویلي چې وروستیو نا امنیو اروپايي ټولنه اندېښمنه کړې او طالبانو ته په کار ده چې د سولې او اوربند لوری ونیسي.

اروپايي ټولنه وایي که طالبان په ریښتیا د سولې غوښتونکي وي او غواړي چې دلته دایمي ثبات راشي نو تر هر څه مخکې دې اوربند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب