چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهاېمل ولي خان: د پښتنوبې ګناه نیول به پاکستاني حکومت ته سخت...

اېمل ولي خان: د پښتنوبې ګناه نیول به پاکستاني حکومت ته سخت زیان وکړي

تاند ( چهارشنبه، د جدي ۱۷)  پاکستان کې د عوامي نيشنل ګوند مشرايمل خان په دې وروستيو کې د پاکستان حکومت لخوا د پښتون ژغورنې د غورځنګ د بې ګناه غړو نيول غندلي.

ايمل ولي خان ویلي چې که په پاکستان کې بې ګناه پښتنو نيول، ځورل او وژل همداسې دوام ولري نو دا به د پښتنو غوصه لا وپاروي.

هغه ویلي چې د پاکستاني حکومت له لوري د اوسني وضعیت دوام به د یاد حکومت پر زیان تمام شي.

ایمل ولي خان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې پاکستاني حکومت د پښتنو ژغورنې د غورځنګ دوه مخکښ غړي علي وزیر او ډاکتر سید عالم مسید تازه نيولي دي.

د ډې کسانو په نيول کېدو په لر او بر کې پښتنو سخت غبرګونونه وښودل.

پاکستاني حکومت تر اوسه د یادو کسانو دخوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړي وایي کلونه کیږي چې په پاکستان کې پښتانه په یو او بل نوم ځورول کېږي او وژل کېږي خو حکومت پرې هېڅ غبرګون نه ښيي.

دوی وایي پاکستانی حکومت هڅه کوي پښتانه چپه خوله وساتي څو د دوی د ظلمونو مخنیوی او د دوی پر وړاندې غږ پورته نه کړي.

1 COMMENT

  1. د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړي وایي کلونه کیږي چې په پاکستان کې پښتانه په یو او بل نوم ځورول کېږي او وژل کېږي خو حکومت پرې هېڅ غبرګون نه ښيي.
    دا ځکه چې روان قتلونه، ظلمونه، تښتونې ټول حکومت په خپله کوي تاسو به بیا هم له همدې حکومت انصاف غواړئ، اوس د عدم تشدد فلسفه هم ډېره بریالۍ نه بریښي ځکه چې له څو کلونو د عدم تشدد تحریک روان دی پرته له خلکو ويښتابه يې بله لاسته راوړنه نه ده درلودلې، اوس نو عمومي ځواک کارول، وسله واله مبارزه کول د پنجاب د ماتې لامل کیدای شي، ټول پښتون ولس باید د پنجاب پر وړاندې ودریږي او د پنجاب ماتول پښتون قام ته سخته خبره هم نه ده، خپلواکي پرته له وسله والې مبارزې نه شي ترلاسه کیدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب