یکشنبه, مې 19, 2024
Home+ويليمسن او لوبډله يې ټېسټ لوبوکې لومړي مقامونه خپل کړل

ويليمسن او لوبډله يې ټېسټ لوبوکې لومړي مقامونه خپل کړل

تاند (چهارشنبه، د جدي ۱۷) د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو تازه درجه بندي اعلان کړې ده.

د یادې شورا په تازه درجه بندۍ کې د ټېسټ لوبغاړو په نوملړ کې په توپ وهنه کې د نیوزلینډ لوبډلمشر کېن ویلیمسن لومړی مقام خپل کړی.

دغه راز د یادې شورا په تازه درجه بندۍ کې بیا د نيوزلینډ لوبډله هم لومړی مقام لري.

د نیوزلینډ لوبډله او لوبډلمشر داسې مهال په لومړي مقام کې راځي چې تازه یې د پاکستان پر خلاف په ټېسټ لوبه کې ډېره ښه کارکردګي کړې ده.

یواځې ويلیمسن پر پاکستاني لوبغاړو ۲۳۸ منډې جوړې کړې وې.

د کرکټ نړيوالې شورا په اعلان شوې درجه بندۍ کې بیا افغان لوبډلې هم مختګ کړی او پياوړې لوبډلې یې تر شا پرېښې دي.

افغان لوبډلې هم د ټيسټ لوبو درجه بندۍ کې نهم مقام خپل کړی دی.

https://taand.net/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d9%84%d9%88%d8%a8%da%89%d9%84%db%90-%d8%af-%d9%86%da%93%db%8d-%d9%be%d9%87-%da%a9%da%86%d9%87-%d9%bc%db%90%d8%b3%d9%bc-%d8%b3%db%8c%d8%a7%d9%84%db%8c%d9%88%da%a9%db%90/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب