Homeخبرونهاعتراض کوونکي: امنیتي ځواکونو پکتیا کې دوه ورونه وژلي

اعتراض کوونکي: امنیتي ځواکونو پکتیا کې دوه ورونه وژلي

تاند( چهارشنبه، د جدي ۱۷) د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ اوسیدونکي وایي چې  تېره شپه امنیتي ځواکونو د احمداباد په غړک سیمه کې دوه وروڼه وژلي دي.

د یادې سیمې اوسیدونکي وایي داعملیات تیره شپه امنیتي ځواکونو پر یوه کور ترسره کړي.

ځایي خلکو د اعتراض په ډول د وژل شویو کسانو جسدونه  د ولایت مقام مخې ته راوړي وو.

اعتراض کوونکو له ولایتي ادارې څخه په دې اړه د سپیناوی غوښتنه وکړه.

دوی وایي ډېری وخت افغان ځواکونه په یو او بل نوم بې ګناه خلک وژني خو وروسته یې په اړه سپيناوی نه ورکوي.

بل لورته د پکتیا سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې په دې وروستیو کې جګړې سخت زور اخیستی او د جګړې د دواړو غاړو په بریدونو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...