جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهدفاع وزارت: کندهار کې ۳۳ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

دفاع وزارت: کندهار کې ۳۳ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تاند(چهارشنبه، د جدي ۱۷) ملي دفاع وزارت وایي، د کندهار ولایت په ژیړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۲۳ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د کندهار ولایت په ژیړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې پرون ۲۳ طالبان ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دې طالبانو هوډ درلود چې پر افغان امنیتي ځواکونو برید وکړي خو د ملي اردو لخوا موخه وګرځیدل او ۱۰ عراده وسایط او ډیری وسلې يې د امنیتي ځواکونو لخوا ویجاړ شول.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې هم د کندهار په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې ۳۸ طالبان ووژل شول او د ملي اردو لخوا ۳ پټنځایونه، او ډیری وسلې يې ویجاړې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...