Homeخبرونهلویې څارنوالۍ د فساد تر ۱۸ سوه ډېرې قضیې څېړلي

لویې څارنوالۍ د فساد تر ۱۸ سوه ډېرې قضیې څېړلي

تاند (چهارشنبه د جدي ۱۷)  لویې څارنوالۍ په روان هجري کال کې د اداري فساد ۱۸۰۳ قضیې څېړلي دي. دا قضیي د ملکي سکتور اړوند دي او له جملې يې ۱۱۲۲ د ولایتونو له اداري فساد سره د مبارزې استیناف څارنوالیو، عدلي او قضايي مرکز کې ثبت شوي دي.

د لویې څارنوالې ویاند جمشید رسولي نن په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل، له درنو جرمونو سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې د اداري فساد د ۲۷۸ قضیو څخه ۲۱۵ قضیې د ملکي بنسټونو او ۶۳ نورې قضيې د ملکي بنسټونو او ۶۳ نورې قضيې د امنیتي او دفاعي سکتور اړوند دي.

نوموړي وویل، چې له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۹۹ کال کې ۱۳۲ قضیو ته رسیدګي کړې ده او قانوني پرېکړې کړي دي، خو وايي چې ۱۴۶ نورې قضیې تر څېړنو لاندې دي.

د لوې څارنوالې ویاند زیاته کړه چې په افغانستان کې د بښنې فرهنګ مخ په ختمیدو دی او په دې تړاو د یو شمیر کسانو اعتراضونه چې راپورته شوي دي لویه څارنوالۍ به يې بې اساسه ادعاوې له منځه یوسي.

دغه راز د لویې څارنوالۍ ویاند وویل، چې په لومړي ځل د افغانستان په تاریخ کې د حکومت لوړپوړي چارواکي، قاچاقچبران او قانون ماتوونکي محکمو ته سپارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، لوې څارنوالۍ د یوه خپلواک بنسټ په توګه هېڅکله د سیاسي او ټولینزو شرایطو تر اغېزې لاندې تصمیم نه دی نیولی او وبه یې هم نه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې د یادې ادارې لخوا درې تنه د مشرانو جرګې غړي د بډې اخیستلو په تور نیول شوي وو.

خو لږ موده وروسته یادې ادارې دا درې سناتوران د مشرانو جرګې په غوښتنې په ضمانت خوشې کړل او وايي چې دوسیه يې لا هم د څیړنې لاندې ده.

په ورته وخت کې په عامې روغتیا وزارت کې هم څلور تنه د لوې څارنوالۍ لخوا د بډې غوښتلو په تور ونیول شول چې له دې ډلې یو يې د عامې روغتیا د وزیر ورور او بل يې زوم و او له دې امله د عامې روغتیا وزیر هم د ولسمشر غني لخوا له دندې ګوښه شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...