Homeخبرونهولسمشر غني وايي ولسي جرګه د حکومت ځاى نه شي نيولى

ولسمشر غني وايي ولسي جرګه د حکومت ځاى نه شي نيولى

تاند (چهارشنبه د جدي ۱۷) ولسمشر اشرف غني وايي، اضافه پروژې په ملي بودجه کې نشي داخلېداى او په وینا یې چې ولسي جرګه د اساسي قانون پر اساس د حکومت ځاى نشي نيولى.

ښاغلي غني چې نن چهارشنبه یې د کابینې په غونډه کې خبرې کولې وویل، په اساسي قانون کې روښانه شوې چې بوديجه د اجراٸيه قوې لخوا برابره او وړاندي کيږي.

نوموړي زیاته کړه، د پارلمان مسٶليت دادى چې يا ټوله بودیجه تاييد او يا هم ټوله يې رد کړي.

ولسمشر وايي چې موږ د ميلياردونو پروژو چې په وينا یې په سليقوي ډول راغلي دي توان نلرو.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې څو ورځې وړاندې د راتلونکي ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې طرحه د رایو په اکثریت سره رد کړې وه.

د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره څه باندې ۴۵۲ میلیارد افغانۍ بودیجه په نظر کې نیول شوې چې ۲۹۶.۳ میلیارد افغانۍ یې عادي او ۱۵۶.۳ میلیارده یې پراختیايي بودیجه ده.

ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې وویل چې د ۱۴۰۰ مالي کال وړاندې شوې بودیجه د ځینو لاملونو له امله د ولس استازو ته د منلو وړ نه وه.

د وکیلانو په خبره کوم اصلاحات چې د ولسي جرګې لخوا په بودیجه کې راوړل شوي و د مالیې وزارت ته د منلو نه و او ددې وزارت لخوا په وړاندې شوې بودیجه کې د کورنیو عوایدو پلان دوی ته د منلو نه و، نو ځکه د ولس د استازو لخوا رد شوه.

یادې جرګې د افغانستان د مالیې وزارت څخه غوښتي چې تر لازمو اصلاحاتو راوستلو وروسته بیا ځلې ولسي جرګې ته قناعت ورکړي.

بلخوا د ولسې جرګې ریسس میررحمان رحماني نن چهارشنبه د جدي په ۱۷ د جرګې عمومي غونډې ته وویل: «تر هغو پورې چې ملي بودیجه د ټولو ولایتونو په کچه، له متوازن انکشاف او ټولنیز عدالت سره سمه تنظیم نه شي، موږ د ژمې په رخصتیو نه ځو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...