پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د جرمني زړه کتاب پلورنکې د ۹۸ کلونو په عمر مړه شوه

د جرمني زړه کتاب پلورنکې د ۹۸ کلونو په عمر مړه شوه

د آلمان تر ټولو د ډیر عمر خاونده کتاب پلورونکې میرمن هلگا ویه پرون سه شنبه د جنوري په ۵ نیټه د آلمان په ختیځ زاکسن ایالت کې له نړۍ سترګې پټې کړې. د “زالس ودل” ښار ښاروالي پرون د دغې ۹۸ کلنې کتاب پلورنکې میرمنې د مړینې خبر په ډیره خواشینۍ سره خلکو ته واوراوه.
میرمن هلگا ویه په ۱۹۲۲ میلادي کال کې زیږیدلې وه په ۱۹۶۵ کال یې د هغه کتاب پلورنځي مسوولیت په غاړه شو چې نیکه یې په ۱۸۴۰ کال کې جوړ کړی و. دې ته دا کتاب پلورنځی له پلاره په میراث پاتې و۔
د میرمن هلگا ویه د جنایي کتابونو پلورل نه خوښیدل خو د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له کتابونو یې خوند اخیست او په ډیره مینه به یې په آلماریو کې ځای پر ځای کول او نورو ته به یې په ډیر دقت او خوند ور پیژندل۔
دا خپله (شتوفل د سیند پر سر الوزي) پر کتاب میینه وه، چې د توماس مان لور آغلې اریکا مان لیکلی و۔ کله چې دا تنکۍ نجلۍ وه دا کتاب یې خپل پلار ورته ډالۍ کړی و۔
د دې پلار به پخپل کتاب پلورنځي کې د کتاب لوستلو سیالۍ جوړولې چې بیا د جګړې په وخت کې بندې شوې وې خو هلګاویه د دواړو المانونو له یووالي وروسته دغه ډول پروګرامونه بیرته پیل کړل۔
هلگا ویه د خپلو نه ستړې کیدونکو خدمتونو له امله په  ۲۰۱۷ میلادي کال کې د جرمني د کتاب پلورنځیو ځانګړې جایزه هم ترلاسه کړې وه۔ دا سره له دې چې ډیره زړه او زهیره وه خو بیا هم د کتابونو مینې هغه په ارام نه پریښودله د کرونا ناروغي د خپریدو سختو شرایطو هم د هغې د کار مخه ونه نیولای شوای دا به هره ورځ خپل کتاب پلورنځي ته راتله، کتابونه یې په مینه لوستل او پلورل۔
علم ګل سحر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب