Home+د المپيک سیالیو د ساتنې لپاره ۲۲۰ هکران روزل کېږي

د المپيک سیالیو د ساتنې لپاره ۲۲۰ هکران روزل کېږي

تاند ( چهارشنبه، د جدي ۱۷) د توکيو د المپيک سیالیو د ترسراوي کمېټه وایي چې دوی د را روانو المپيک سیالیو د ښې ساتنې په خاطر ۲۲۰ هکران روزي.

د یادې کمېتې مسوولان ډاډ ورکوي چې دوی به په دې سره وکولای شي د را روانو المپيک سیالیو پرمهال د سایبري بریدونو ښه مخنیوی وکړي.

سرچینه وایي چې دا هکران د نړۍ له معتبرو جاپاني شرکتونو لکهNippon ،Telegraph  او Telephone  څخه ټاکل کېږي.

د یادې کمېټې مسوولان وایي چې دا لوبې را روان اوړي کې  ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د المپیک نړیوالې کمېټې ویلي وو چې  دغه لوبې به د ۲۰۲۱ کال د دوبي پورې وشي خو نوم به یې د توکیو د ۲۰۲۰ کال المپیک وي.

ټاکل شوې وه چې دا لوبې د ۲۰۲۰ کال د جولاۍ په ۲۴ د جاپان په توکیو ښار کې وشي خو د کورونا له امله دا لوبې ځنډېدلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...