یکشنبه, مې 19, 2024
Home+افغان لوبډلې د نړۍ په کچه ټېسټ سیالیوکې نهم مقام خپل کړ

افغان لوبډلې د نړۍ په کچه ټېسټ سیالیوکې نهم مقام خپل کړ

تاند (چهارشنبه، د جدي ۱۷) د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ سیالیو تازه درجه بندي اعلان کړه چې افغان لوبډله پکې په نهم مقام کې راغلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ په تازه درجه بندۍ کې د افغان ملي لوبډلې نهم مقام د پام وړ پرمختګ یاد کړ او وایي چې افغان لوبډلې په کمو لوبو سره ډېر هېوادونه شاته پرېښودل.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي دا د افغان کرکټ لپاره یو مهم خبر دی.

د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې بیا نیوزلینډ لومړی، اسټرلیا دوهم، هند درېیم، انګلستان څلورم، جنوبي افریقا پنځم، سرېلانکا شپږم، پاکستان اووم، ویسټ انډیز اتم مقام، افغانستان نهم او بنګله دېش لسم مقام خپل کړی دی.

د یادونې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې تر دې دمه ۴ د ټېسټ لوبې کړي دي او په دې برخه کې یې دوه پیاوړې لوبډلې له ماتې سره مخ کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب