Homeخبرونهامریکا د ایران پر۱۶ نورو شرکتونو بندیزونه لګوي

امریکا د ایران پر۱۶ نورو شرکتونو بندیزونه لګوي

تاند ( چهارشنبه، د جدي ۱۷)  د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې د ایران د بېړۍ چلولو پر شرکت او د ایران د وسپنې له صعنت سره پر تړلو ۱۶ شرکتونو یې بندیزونه وضع کړي دي.

سرچینه وایي چې د یاد هېواد د بېړۍ چلولو شرکت په دې تورن دی چې پر ایران له وضع شوو بندیزونو یې سرغړونه کړې ده.

د سرچینې په خبره دې شرکت سرغړونې په صورت کې ایران ته داسې توکي لېږدولي چې په بندیزونو کې شامل دي.

د امریکا د خزانې وزارت زیاتوي دغه راز امریکا پرېکړه کړې چې له بندیزونو د سرغړونې او پر ایران د فشار لپاره شپاړس نور شرکتونه هم د بندیزونو په لېست کې راولي.

ایران د امریکا پر دغه پرېکړه تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی.

د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې خورا ترینګلې شوي او دواړو هېوادونو یو بل ته ګواښونه هم ډېر کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې تازه ایران د لومړي ځل لپاره د بې پیلوټه (ډرون) الوتکو فوځي تمرینونه ترسره کړي دي.

رسنۍ وایي چې د ایران له لوري جوړې شوې دغه الوتکې له هوا څخه ځمکنۍ او په فضا کې د هدف په نښه کولو وړتیا لري او همداراز کولی شي توغندي هم له ځان سره ولېږدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...