شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+افغان کرکټ ملي لوبډله د اماراتو پرلور لاړه

افغان کرکټ ملي لوبډله د اماراتو پرلور لاړه

تاند ( سه شنبه، د جدي ۱۶) دافغانستان کرکټ بورډ ویلي چې افغان کرکټ ملي لوبډله نن د ایرلینډ پر وړاندې درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د ترسراوي په موخه د متحده عربي اماراتو پر لوري روانه شوه.

کرکټ بورډ ویلي چې په پیل کې د اماراتو هېواد له لوري د ویزو د نه ورکړې له امله ښايي چې یادې سیالۍ په عمان کې ترسره شي؛ خو تازه یې ویلي چې دا لوبې به په امارات کې ترسره کېږي.

ایرلینډۍ لوبډلې هم عمان کې د کورونا پر وړاندې د مخنیوي د غوره تدابیرو او نورو اسانتیاو له نشتون نه اندېښنه ښودلې وه.

کرکټ بورډ وایي دا چې د ویزو ستونزه حل شوه نو دا لوبلړۍ به د عمان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

افغان لوبډله به نن د اماراتو پر لور ځي او د روانې جنوري میاشتې په وروستۍ اونۍ کې به د سیالې لوبډلې پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

افغان کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې دې لوبو ته لوبډله اعلان کړه چې په کې ډېر چانس ځوانانو ته ور کړل شوی دی.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a2%db%8c%d8%b1%d9%84%db%8c%d9%86%da%89-%d9%be%d8%b1-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90-%d8%af-%d9%84%d9%88%d8%a8%d9%88-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a7/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب