شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهدانش: موږ به هېچا ته اجازه ورنکړو چې حکومت د امارت قرباني...

دانش: موږ به هېچا ته اجازه ورنکړو چې حکومت د امارت قرباني کړي

تاند ( سه شنبه، د جدي ۱۶) د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې نن یې په کابل کې د افغانستان د اساسي قانون د تصویب په ۱۷مه کلیزه کې خبرې کولې وویل، اساسي قانون نه باید د سولې قرباني شي.

هغه زیاته کړې، که چېرته طالبان د افغانستان اساسي قانون او تېرې اتلس کلنې لاسته راوړنې ومني نو د دوی په ګډون به یې ټول افغانان په خلاصه غېږه هرکلی وکړي.

دانش زیاته کړې  له دې پرته هغه سوله چې د خلکو اساسي حقونه پکې خوندي نه شي هیچا ته د منلو نه ده.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د اساسي قانون له منلو د طالبانو انکار د اوسني نظام د پاشل کېدو مانا لري.

نوموړي ټینګار کړی چې، اساسي قانون تعدیل او بیا کتنې ته اړتیا لري خو په خبره یې دوی به هیڅکله چا ته د دې اجازه ورنه کړي چې حکومت د امارت قرباني کړي.

سرور دانش داسې مهال دا څرګندونې کوی چې له څه مودې راهیسې په رسنیو کې د یو شمېر سیاسیونو له قوله د نظام د بدلون او موقت حکومت خبرونه ډېر خپرېږي.

افغان ولس بیا ترهرڅه سولې ته لومړیتوب ورکوي.

دوی د جګړې له ښکېلول لوریو غواړي چې شخصي غوښتنې بندې او د افغان ولس په خاطر دې سوله وکړي.

1 COMMENT

  1. دا چنګیز ګرم نه دی په جنګ کې د دوی ګټه ده او د اکثریت چې پشتانه دي لوی و او دی ځکه جنګ یوازې پر پښتنو تپل شوی او دده په څیر ډیرو بی هویتو پکې خیټې غټې کړې خو دا هر څه ځواب لري او دوی به حتماً ځواب ته راکښل کیږي، سوله تر هر څه بهتره ده حتا له اساسي قانون څخه هم، اساسي قانون لومړی دوی تر پښو لاندې کړی او اوس یې یوازې د سولې د مخالفت لپاره کاروي، کني اوسني دولت کې نه قانون شته، نه عدالت شته، نه پرمختګ شته، نه امنیت شته اخر سړی باید له خپل وجدان څخه هم لږ شرم ولري خو د دوی شاید ظمیر هم مړ وي.
    سوله به راځي په هر قیمت به راځي هغه که د اساسي قانون تعدیل وي او یا د اوسني دولت پر ځای بل دولت موږ یې منو.
    موږ ته د یو افغان وینه که مخالف دی یا موافق صف کې وي تر دې هر څه زیات ارزښت لري ځکه نه وایو چې سوله تر هر څه زیات قیمت لري او په هر قیمت ارزي.
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب