شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+ويليمسن پر پاکستاني بالرانو ۲۳۸ منډې وکړې

ويليمسن پر پاکستاني بالرانو ۲۳۸ منډې وکړې

تاند (سه شنبه، د جدي ۱۶) نيوزيلېنډ کرکټ ملي لوبډله په دوهمه ټېسټ لوبه کې هم پاکستانۍ لوبډله له ستونزو سره مخ کړې ده.

نیوزيلینډۍ لوبډلې د پاکستان پر وړاندې ډېره ښه لوبه ترسره کړه.

نيوزيلېنډ په لومړۍ پاڼۍ د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۶۵۹ منډې وکړې او پاکستانۍ لوبډلې ته یې د توپ وهنې چانس ورکړ.

ويليمسن په کې دوه سلیزې یعنې ۲۳۸ منډې وکړې او دغه راز نيکولاس او ډاريل مچل بیا سليزې ووهلې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه د روانې جنورۍ په ٣مه نېټه پيل شوې ده.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٩۷ منډې کړې وې چې نيوزيلېنډ ترې ٣۶٢ منډې مخکې دی.

اوس به پاکستان په دويمه پاڼۍ کې لومړی ٣۶٢ منډې پوره کوي او له هغه وروسته به د نيوزيلېنډ لوبډلې ته هدف ټاکي.

نن د دې لوبې درېيمه ورځ ده چې اوسمهال پاکستانۍ لوبډله توپ وهنه کوي.

پاکستان تر دې دمه ۸ منډې کړي او یو لوبغاړی یې له لاسه ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب