شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشرۍ ماڼۍ یوځل بیا پر اوربند او د تاوتریخوالي پر درېدو ټینګارکړی

ولسمشرۍ ماڼۍ یوځل بیا پر اوربند او د تاوتریخوالي پر درېدو ټینګارکړی

تاند (سه شنبه، د جدي ۱۶) ولسمشرۍ ماڼۍ  دوحې ته د افغان حکومت د سولې د مذاکراتي پلاوي له سفر سره سم یوځل بیا پر اوربند او د تاوتریخوالي پر درېدو ټینګارکړی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي، د افغان دولت مذاکراتي پلاوی دوحې ته روان شوی دی او ډېر ژر به د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو پیل شي.

هغه زیاته کړې یاد پلاوی د افغان دولت او خلکو بشپړ ملاتړ له ځان سره لري او د افغانانو لومړیتوب د تاوتریخوالي درېدل، اوربند او تلپاتې سولې ته رسېدل دي.

نوموړي په ښکاره دا نه دي ویلي چې د دویم پړاو اصلي اجنډا به څه وي خو له دې خبرو یې څرګندېږي چې د افغان دولت ټینګار به د تاوتریخوالي پر کمښت او اوربند وي.

په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بیا له عرب نیوز سره په خبرو کې ویلي چې دواړو مذاکراتي پلاوو یو شمېر وړاندیزونه له یوبل سره شریک کړي دي.

هغه زیاته کړې چې د دویم پړاو مذاکراتو د اصلي اجنډا په اړه وروستۍ پرېکړه لا تر اوسه نه ده شوې.

دوحې ته د افغان حکومت د پلاوي له سفر سره سم په افغان سوله کې د امریکا د متحده ایالت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته را رسېدلی او دلته یې له افغان چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

سره له دې چې په هېواد کې جګړه وروستۍ حد ته رسېدلې خو بیا هم د سولې دوهم پړاو خبرو پیل ته افغانان هیله من دي.

وبه لیدل شي چې د دوهم پړاو خبرې څومره د جګړې کمښت کې بریالۍ کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب