شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+نه ځو موږ، هيچرته نه ځو | اميد اڅک

نه ځو موږ، هيچرته نه ځو | اميد اڅک

نه ځو موږ، هیچیرته نه ځو

بس همدغلته اوسېږو، بس همدلته به مړه کيږو

که ماړه اوسو که وږي

که خوشاله که غمجن

که په کار او که وزګار

که غريب که پيسه دار

نه ځو موږ هيچيرته نه

بس همدغلته اوسيږو، بس همدلته به مړه کيږي

د لته مرګ زمونږه خوښ دی

دلته درد زمونږه خوښ دی

پلار نيکه مې دلته ښخ دی

پرديسي راته ډیر سخت دی

نه ځو موږ هيچيرته نه ځو

بس همدغلته اوسيږو، بس همدلته به مړه کيږو

که پاريس دی که لندن دی

که ډیلي که واشنګټن دی

هلته ژوند مې ځنکدن دی

ناممکنه مې رفتن دی

نه ځو موږ هيچيرته نه ځو

بس همدغلته اوسيږو، بس همدلته به مړه کيږي

موږ د تيښتې خلک نه يو

موږ به يو په دې ميدان کې

په لوړ غږ مو دا شعار دی

تل به يو افغانستان کې

نه ځو موږ هيچيرته نه ځو

بس همدغلته اوسېږو، بس همدلته به مړه کيږو

ته چې ځې په مخ دې ښه شه

د ژوند چارې دې ښايسته شه

له غمونو په امان شې

تار ويښته خو دې کم مه شه

نه ځو موږ هيچيرته نه ځو

بس همدغلته اوسيږو، بس همدلته به مړه کيږي

خو يوه خبره واوره

تيښته نه ده د حل لاره

دلته مه خپروه ډاره

زما ښکليه وطنداره

نه ځو موږ هيچيرته نه ځو

بس همدغلته اوسيږو، بس همدلته به مړه کيږو

موږ به بيا هر څه ودان کړو

ښه قوي به مو نظام کړو

د سيالانو به سيالۍ ته را چمتو افغانستان کړو

ځکه نه ځو چيرته نه ځو

بس همدغلته اوسيږو، بس همدلته به مړه کيږو

دا مو هوډ دا مو ايمان دی

دا د ځوان نسل پيغام دی

ښه خبر پرې پاکستان دی

ماتول زمونږه ګران دی

نه ځو موږ هيچيرته نه ځو

بس همدغلته اوسېږو، بس همدلته به مړه کيږو

1 COMMENT

  1. د څک صاب تر شعر و شعار هاغه د پر چم خېلو خلقي خېلو د دوران انقلابي او انفلاقي بیانیې را یادي شوې. زوی مړ یو ټول ځوانان په کپارو مجاهدینو انقلابي شهیدان کړل، خویندي او نامزاداني یې ور کون‌‌‌‌‌‌ډي کړې…
    اوس کشتمند او صالح زیری په لندن کې، رفیع او مزدک په جرمني کې، رازمحمد پکتین، کاویانی، مجید سربلند، حسام الدین، زمان ارزو او دغه نور انقلابیان کرار او آرام دلته او هلته په غرب کې مزې کوي او د وژل شویو ځوانانو کون‌‌‌‌‌‌ډي په کابل کې در ويزه باندي شپې سبا کوي.

    نو اڅک ګله داسي نه شي چې میاشت دوې وروسته دي حال له لندنه یا واشنګټنه راشي.
    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب