شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کوټې هزاره ګانو د وژل شوو له تابوتونو سره په اعتراض...

د کوټې هزاره ګانو د وژل شوو له تابوتونو سره په اعتراض لاس پوري کړی

رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد (د مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۹) د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې سلګونه هزاره مېرمنې، سپين ږيري او ځوانان يوار بيا د دې لپاره سره رايوځای شوي چې د ايالت په مچ بولان سيمه کې د وژل شوو له تابوتونو سره وير او د حکومت پر ضد احتجاج وکړي. پرون (سې شنبه) د پاکستان د کورنيوچارو وزير شيخ رشيداحمد کوټې ته سفر وکړ، څو احتجاج کوونکو ته  د قاتلانو د نيولو ډاډ ورکړي، خو له هزاره مشرانو سره خبرې اترې پرته له کومې نتيجې پای ته ورسېدې.

احتجاج کوونکي وايي ترڅو چې صدراعظم عمران خان کوټې ته نه وي راغلی او دوی ته یې د بشپړ امنيت ډاډ نه وي ورکړی، پرلت ته به دوام ورکړي.

      د هزاره توکمه شعيه مسلمانانو اعتراض غونډه د کوټې په لويديځ بای پاس سيمه کې له کوټې څخه کراچۍ پر غځېدلې لويه لاره پيل شوې، او د وژل شوو لس تنو د کورنیو غړي له تابوتونو سره  په سخته يخنۍ کې ناست احتجاج کوي. په اعتراض کوونکو کې يو شمېر مېرمنې هم شاملې دي چې د خپلو مړو سر ته ناستې وير کوي او وايي ترهغو به خپل مړي خاورو ته ونه سپاري چې غوښتنې یې نه وي منل شوې. د هزاره ګانو د قاتلينو نيول او د هزاره ګانو د ټولوژنې پای ته رسېدل هغه غوښتنې دي، چې دوی يې يوار بيا پر سړک ناستې او احتجاج ته اړ ايستلي دي.

   د تېرې جمعې او شنبې په منځنۍ شپه د بلوچستان په غرنۍ مچ بولان سيمه کې ناپېژانده وسله والو د کان کیندونکو پر کمپ برید وکړ او لس تنه کارګر یې ووژل. د هغوی په منځ کې ۷ تنه هزاره ګان وو.

وسله  وال د شپې له خوا د سکروډبرو د کان کيندونکو استوګنځای ته ننوتي، د دوی کارتونه له کتلو وروسته يې لاسونه او پښې ورتړلي او په چړو يې په ډېره  بې رحمۍ وژلي وو.

 په وژل شوو کې پنځه تنه د يوې کورنۍ غړي دي. د دې خونړي بريد مسووليت د اسلامي دولت وسله والې ډلې منلی دی.

د بلوچستان اعلی وزير جام کمال او د ايالت د کورنيو چارو وزير ميرضيا لانګو د تېر په څېر ياده پېښه غندلې او دا يې د بلوچستان د امنيت خرابولو يوه دسيسه بللې ده.

    په کوټه کې هزاره توکمه شعيه مسلمانانو دا لومړی ځل نه دی، چې پرلت يې وهلی. تر دې وړاندې يې هم د هزاره ګانو د وژنې پرضد په احتجاج  لاس پوري کړی و. څو کاله وړاندې هم دې ته له ورته پرلت وروسته  له  هغه د.

 په کوټه کې هزاره ډيموکراتيک ګوند او د شعيه علما‌ء شورا وحدت المسلمين مشران وايي چې په تېره لسيزه کې د وسله والو له خوا زرګونه هزاره توکمه شعيه مسلمانان په بمي چادونو او هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب