Homeخبرونهبلوچستان کې د ۱۱ تنه وژل شویو کارکوونکو له ډلې ۷ یې...

بلوچستان کې د ۱۱ تنه وژل شویو کارکوونکو له ډلې ۷ یې افغانان دي

تاند(سه شنبه، د جدي ۱۶) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان بلوچستان ایالت کې د کانونو د ۱۱تنو کارکوونکو وژنه په کلکه غندلې چې په کې ۷ کسان افغانان هم دي.

په یاده خبرپاڼه کې راغلي، چې په کویټه کې د افغانستان قونسلګرۍ او په اسلام أباد کې د افغانستان سفارت دنده لري چې د قربانیانو کورنیو ته په هره برخه کې د مرستې زمینه برابره کړي.

دغه راز پرون پاکستاني رسنیو ویلي وه چې تیر سهار د پاکستان بلوچستان ایالت په بولان سیمه کې کویټې ښار ته نږدې ۱۱ تنه د کانونو کارګران ووژل شول.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ددې ۱۱ کارګرانو د وژنې مسولیت هم داعش ډلې په غاړه اخیستی وه.

بهرنیو چارو وزارت وایي، له دې ۱۱ تنو کارګرانو څخه ۷ تنه يې افغانان وو.

ویل کیږي چې د دې ۱۱ تنو جسدونو په داسې حال کې پیدا شوي چې لاسونه او سترګې يې تړل شوي وو او مرۍ يي پرې شوې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...