شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههلمند کې څه باندې یومیلیون مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي وېش...

هلمند کې څه باندې یومیلیون مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي وېش ته چمتو کیږي

تاند(سه شنبه، د جدي ۱۶) د کرنې وزارت وايي، د بڼوالۍ د پراختیا او دبڼوالو د ملاتړ په پار دمګړۍ ددې ولایت په قوریو کې په څه باندې یومیلیونه مېوه لرونکو او بې مېوو نیالګیو کار روان دی او ټاکل شوې، چې راتلونکی کال وېش ته چمتو او د بڼوالو او ځمکوالو په واک کې ورکړل شي.

د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دغو قوریو کې د ګلاب ګل ۲۰۰ زره قلمې، د زیتونو ۲۰۰زره قلمې، د انګورو ۲۰۰ زره قلمې، د انارو ۲۰۰ زره قلمې، د انځرو ۵۰ زره قلمې، لس کیلو د سروې تخم، لس کیلو د مورفان تخم، شل کیلو ناجو، او په ۲۰ جریبه ځمکه کې د مېوه لرونکو ونو د نیالګیو دکرکېلي چارې په چټکۍ سره روانې دي، ترڅو راتلونکې کې ددې ولایت ځمکوالو او بڼوالو ته په واک کې ورکړل شي.

د ښاغلي الکو په خبره د هلمند دکرنې ریاست په دې وروستیو کې پر ډول ډول مېوه لرونکو او زینتي ونو څېړنې کړي دي، چې د ښو پایلو په ترلاسه کولو سره، دا مهال هلې ځلې کوي، چې په قوریو او نرسریو کې یادې ونې ډېرې وروزي او د هلمندي بڼوالو او ځمکوالو په واک کې ورکړي.

زلمی الکو وايي، چې ددې ولایت له خوارې او هوا سره د توافق لرونکو نیالګیو د ډېرولو او د مېوو د نویو ارزښت لرونکو بڼونو د دودولو او تکثیر له لارې غواړي، چې ددې ولایت بزګر او بڼوالو ته کاري فرصتونه برابر او د دوی د عوایدو کچه لوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب