شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهغزني کې د طالبانو یوه نفوذي کې ۷ امنیتي سرتېري وژلي

غزني کې د طالبانو یوه نفوذي کې ۷ امنیتي سرتېري وژلي

تاند (سه شنبه د جدي ۱۶) د غزني ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو یوه نفوذي کس ۷ امنیتي سرتېري وژلي دي.

د غزني د ولایتي شورا غړي حسن رضا یوسفي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه پېښه نن سه شنبه سهار ددغه ولایت د توحیدآباد سیمې اړوند په یوه پوسته کې رامنځته شوې ده.

د ښاغلي یوسفي په خبره یاد کس خپل ۷ ملګري وژلي او له سیمې څخه تښتېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې، د طالبانو دغه کس چې خپل ملګري یې وژلي د پوستې نظامي تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ددې ډلې اړوند کسانو د غزني په توحیدآباد سیمه کې ۷ امنیتي سرتېري وژلي او یو بل یې ژوندی نیولی دی.

دده په خبره چې په دې برید کې وسله والو طالبانو ته کوم زیان نه دی اوښتی خو زیاتوي چې یو شمېر وسلې او مهمات لاسته ورغلي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم طالبانو ددغه ډول تکتیکونو څخه په استفادې ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. تازه پرون دوشنبه د یادې ډلې یوه نفوذي کس په کندهار ولایت کې پر افغان سرتېرو برید وکړ چې ۹ پولیس یې ووژل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب