شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+امیتاب بچن له اوږدې مودې وروسته په فلم کې کار کوي

امیتاب بچن له اوږدې مودې وروسته په فلم کې کار کوي

تاند- ټاکل شوې ده چې د هند د سینما افسانوي لوبغاړی امیتاب بچن له یوې اوږدې مودې وروسته په یوه فلم کې، چې سورج باجتیا یې ډایرکټري کوي، رول ولوبوي.

امتیاب بچن نن سبا د یوې تلویزیوني خپرونې کوربه توب کوي او ورسره په یو وخت په ګڼو سریالونو او فلمونو کې د رول لوبولو وړاندیزونه ورته شوي دي، خو وروسته له دې چې د سورج باجتیا د فلم سناریو یې ولوسته، ویې ویل چې په دغه فلم کې کار کوي.

د کوینومي د راپور له مخې، امیتاب بچن به په دغه فلم کې د قومي مشر رول ولوبوي.

تراوسه پورې د فلم لپاره نوم نه دی غوره شوی یا ښايي سورج بارجتیا نه غواړي چې نوم یې څرګند کړي.

پر دغه فلم به له راتلونکې فبرورۍ کار پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب