یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهزلمی خلیلزاد پر سولې د مشورو لپاره تر دوحې مخکې کابل ته...

زلمی خلیلزاد پر سولې د مشورو لپاره تر دوحې مخکې کابل ته راغی

تاند (سه شنبه د جدي ۱۶) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د سولې په اړه د سلا مشورو لپاره کابل ته رسېدلی دی.

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې هغه له اسلام اباد دوحې ته تللی دی.

ښاغلي خلیلزاد دوحې ته تر روانېدو مخکې په افغانستان کې د جګړې روان شدت او هدفي وژنې د نه منلو وړ وبللې او له دواړو خواوو یې د سولې په خبرو کې د پرمختګ هیله وکړه.

نوموړي د دوشنې په شپه پر خپل ټوېټر ولیکل چې دوحې او د سیمې نورو هیوادونو ته په دې هیله ځي چې افغان خواوې د افغانستان د سولې په راروان پړاو کې د پام وړ پرمختګ وکړي او څومره ژر چې کېدای شي د افغانانو د ګټو لپاره د خبرو له لارې یوې سیاسي حللارې ته ورسېږي.

زلمي خلیلزاد همداراز لیکلي: «د هدفي وژنو په ګډون د تشدد اوسنۍ اندازه د نه منلو ده. د دې تاوتریخوالي عاملان هڅه کوي چې د سولې پروسه او د هیواد راتلونکې زیانمنه کړي. دوی د افغانانو، چې سوله غواړي، اراده نه تمثیلوي.»

خو تازه نن سه شنبه ځیني حکومتي سرچینو تایید کړې چې خليلزاد تېره شپه کابل ته رسېدلى دى.

د راپورونو له مخې نوموړى به له ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا له رييس عبدالله عبدالله سره د سولې د وروستيو پرمختګونو او د بين الافغاني مذاکراتو د دويم پړاو په هکله خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده، چې د بين الافغاني مذاکراتو دويم پړاو خبرې نن په قطر کې پيل شي، په همدې موخه د افغان دولت مرکچي پلاوى نن تر غرمې مخکې د دوحې په لور خوځېدلی دی.

د یادونې وړ ده چې خلیلزاد کابل ته له راتګ څخه مخکې پاکستان ته تللى و او هلته یې د یاد هېواد د پوځ او استخباراتي ادارې یا ای اېس ای له مشرانو سره د افغان سولې په اړه سلا مشورې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب