سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+ډاکټر حسن کاکړ د تاریخ جزء سو

ډاکټر حسن کاکړ د تاریخ جزء سو

د ارواښاد کاکړ د څلورم تلین بیا خپرېږي

استاد هوتک

څرخ ته گــورم په حیرت د زمـانې

زمــوږ په برخه ئې راکــــړي جنازې

چي امید مـو یوه سـرته وغوړېږي

د مرگي په تېغ ئې غــوڅ کړي رانه پرې

په کلـونو روزل سـوي ستر مغزونه

په یـوه شېبه کي خــاوري سي ایرې

پښـتانه و آرامۍ ته پــیدا نه دي

ســرگــردانه زېږېدلي له ادې

چي نېستۍ ته د سـرو او سړو گورم

آینده سي را ښــکاره تــــوري تیارې

ما به هــــله پر مـرگـونو نه ژړلای

کې ځایناستي پاته سوي وای دوه درې

په ( لاتقنطوا) د زړه ســوده کـومه

کنه ژوند دئ ډېر بېخــونده بې مزې

پر کاکــړو نن بــیا تندر د مرگ پرېووت

” حسن” جزء سو د” تاریخ”، ” موگ” په پسې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

وروستۍ مصرع تاریخي مادې دي او حل ئې د ابجد په حساب داسي دئ :

حسن = ۱۱۸

تاریخ = ۱۲۱۱

موگ = ۶۶ ( د شعري او حسابي اړتیا له مخي همداسي ولیکل سو)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

ټول = ۱۳۹۵

پوهاند حسن کاکړ د ۱۳۹۵ش کال دجدي پر ۱۶مه د پنجشنبې په ورځ = ۵ مه د جنورۍ ۲۰۱۷ع په کلیفورنیا کي د ۸۸ کالو په عمر مړ سو. خدای دې وبخښي.

محمد معصوم هوتک

آشاوا ــ کاناډا

۶ مه د جنورۍ ۲۰۱۷ع

د سهار اته بجې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب