Homeخبرونهجلال اباد کې د جعل کارۍ او جعلي تذکرو لرلو په تور...

جلال اباد کې د جعل کارۍ او جعلي تذکرو لرلو په تور ۱۸ کسان نیول شوي

تاند (سه شنبه د جدي ۱۶) د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته ۱۶ کسان د جعلي تذکرو سره او دوه تنه نور د جعکارۍ په تور نیول شوي دي.

د یاد ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:  «د ننګرهار ولايت مرستيال پوهنوال ببرک مياخېل د مرغومي په ۱۶مه د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته ۱۶ تنه جعلي تذکره لرونکي او دوه تنه دوکانداران، چې مراجعينو ته يې جعلي تذکرې جوړې کړې وې ونيول.»

د ځايي چارواکو په خبره، په قونسلګرۍ کې د ویزو لګولو په موخه ځانګړی مهالوېش جوړ شوی، خو زیاتوي چې يو شمېر کسان د بې نظمۍ هڅه کوي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان ته تلونکي مسافر ډېر کله شکایت کوي چې دوی ته په ورځو ورځو د ویزې اخیستلو نوبت نه ورځي، خو کوم کسان چې کمېشنکارانو ته پیسې ورکړي د څو ساعتونو په تېرېدو سره ورته ویزې ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...