جمعه, مې 17, 2024
Home+د کورونا له لاسه: نوي فلمونه او سریالونه نه جوړېږي

د کورونا له لاسه: نوي فلمونه او سریالونه نه جوړېږي

تاند- لږترلږه ۱۲ مهم سریالونه، چې په هالیووډ کې پرې کار روان و، د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله په ټپه درول شوي دي.

د وارنر وروڼو (وارنر برادرز) کمپنۍ د پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې د (مه مه – ادې)، بي مثبت، او بې حیا په شان سریالونه یې، چې د سي بي ایس، نیټفلکس او شوټایم لپاره یې جوړول ځنډولي او ښايي په راتلونکو څو اوونیو کې هم پرې کار پیل نه کړي.

د وارنر وروڼو کمپنۍ ویلي چې د روانې جنورۍ په یوولسمه به وضعیت ته په کتو پرېکړه وکړي.

همداراز یونیورسل تلویزیون غواړي چې ۶ کومیډي سریالونه ودروي.

د ګڼو نورو فلمونو او سریالونو، چې تر کار لاندې وو، د جوړېدا چارې د کورونا د چټکې خپرېدا په خاطر درول شوې دي.

تېره اوونۍ په لاس انجلس کې، چې هالیووډ پکې دی، په یوه ورځ ۲۶۲ تنه د کورونا وبا له کبله مړه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب