پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د شنه ګیتار والا سړی| شاعر:ولالاس سټیفنز

د شنه ګیتار والا سړی| شاعر:ولالاس سټیفنز

ژباړن استاد شپون

والاس سټیفنز

۱۸۷۹-۱۹۵۵

(شعر اوږد دی، ۳۳ پاړکي لري. دلته یې لومړني څلور پښتو شوي)

سړی کړوپ په خپل ګیتار

کوم لوګری دی که څه دی

ورځ اومه وه او که شنه وه

خلکو وېلې ګیتارزنه!

پرتې وایې په ګیتار کې

لکه شی چې په رښتیا وي

ته یې هغه شانې نه وایې

ګیتارزن یې ځواب ورکړ:

رښتیانو شیان بدلېږي

چې ګیتار ته را اوچت شي.

هغوی وېلې نو یی سور کړه

موږ ته داسې نغمه سور کړه

چې هم موږ هم له موږ بر وي

سور که دا سې یوه نغمه ته

چې ښکاره شي ترینه موږ ته

ټول شیان لکه چې شته وي

++++

زه دنیا را کښلې نشم

په کوشش کې کمی نشته

د کوشېر کوشش روان دی

د اتل د سر کوپړۍ ته

چې له برنجو نه تراشلی

ښې بوللې سازومه

قصیدې ډالۍ کومه

لو کوټی، او غټې سترګې

خو پخپله اتل ورک دی

د کوشش کمی مې نشته

په کوشېر کوشش روان دی

ورلنډېزم چې یې ګیر کړم

او تقریبا ور رسېږم

خو چې لاس ور وړم دی ورک وي

++++

که د اتل وزمه بینادم ستاینه

د رښتوني اتل ستاینه  نه وي

نو بس وایه چې دا به د شنه ګیتار والا ستاینه وي

++++

هی ارمان ارمان ارمان دی

چې اول لمبر سړی پیدا وای

چې خنجر مې(یې) زړه کې خښ (کړی) وای

هی ارمان ارمان ارمان دی

په اصلي سړي (مې) لاس بر وای

چې ماغزه مې(یې) راایستلی

او په مېز مې ویړولی

دروازه باندې مې مېخ (کړی) وای

چې باران او لمبر ته پروت وای

های او هو مې ترې اېستلی

ټک او ټاک مې یې زموللی

په کوتک رښتیا کېدلی په وهلو شین کېدلی

بیا دا ټول مې ټولولې

د ګیتار په تار پېرلې.

++++

بس نو ژوند همدغه بولئ؟

چې شی هماغسې چې وي

د ګیتار په تار زوړند شي

د هستۍ ټول خاصیتونه

په یو تار د شنه ګیتار؟

یو ملیون تنه وګړي

په یو تار د شنه ګیتار؟

عادتونه، خصلتونه

که ناسم وي او که سم وي،

که کمزوري، که قوي وي

دا احساس ، دا انګېرنې

په یو تار، د شنه ګیتار؟

تاسو ژوند همدې ته وایې؟

چې شی ګورﺉ، لکه وي چې؟

+++++

نور څه نشته نور څه نشته !

دا چې تاسو هستي بولئ

بس بنګاری دی چې خېژي

له تارو د شنه ګیتار.


د استاد دا ژباړه د ۲۰۱۱ د جنورۍ په ۳۰ مه په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب