پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهامریکا د ایران د څار لپاره منځني ختيځ کې بېړۍ پرېږدي

امریکا د ایران د څار لپاره منځني ختيځ کې بېړۍ پرېږدي

تاند ( دوشنبه، د جدي ۱۵) امریکا وايي د ایران د څارلو لپاره به یې سترې نظامي بېړۍ په منځني ختیځ کې پاتې وي.

په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې خورا ترينګلې شوې دي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکي امریکا غواړي خپلې سترې بېړۍ له منځني ختیځ وباسي.

اوس د امریکا د دفاع سرپرست وزیر ویلي چې ایران په دې وروستیو کې ځینې ګواښونه کړي دي نو د دغه هېواد د څارلو لپاره به یې دغه سترې نظامي بېړۍ د منځني ختیځ په اوبو کې ولاړې وي.

دا د امریکا سترې نظامي بېړۍ دي چې جنګي الوتکې لېږدوي.

د معلوماتو له مخې دا بېړۍ په پرمختللو جنګي وسایلو سمبال دي او لسګونه پوځیان پکې حضور لري.

ایران تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې یوځل بیا سختې ترینګلې شوي او له همدې امله څو ورځې وړاندې د امریکا بم غورځوونکې الوتکې هم د ایران د وېرولو لپاره الوتنې کړې وې.

امريکایي رسنیو راپور ورکړی وو چې د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې دوه بي۵۲ بم غورځوونکې الوتکې یې چهارشنبه پر منځني ختیځ او خلیج ګرځولې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...