شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهنړیوال؛ طالبان باید د تاریخي او فرهنګي اثارو د ساتنې ژمنه وکړي

نړیوال؛ طالبان باید د تاریخي او فرهنګي اثارو د ساتنې ژمنه وکړي

تاند (دوشنبه، د جدي ۱۵) د تاریخي او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب د نړیوالې موسسې مسوولان وایي چې، طالبانو د خپل حکومت پر مهال د افغانستان ګڼ تاریخي او فرهنګي اثار له منځه وړي وو.

د یادې موسسې مشرې شرل بننارد ویلي چې اوس د سولې خبرې روانې دي نو د دې اړتیا ده چې دغه ډله د افغانستان د تاریخ او فرهنګ د خوندیتابه په برخه کې خپله ژمنتیا وښيي.

هغې ویلي د سولې د خبرو په جریان کې د تاریخي اثارو ساتنه او په دې اړه د طالبانو ژمنه اخیستل باید د اجنډا برخه وي.

نوموړې زیاته کړې په افغانستان کې د اسلامي دورې او تر اسلام د مخه دورې مهم اثار شته دي چې د جګړو، طبعي پېښو، کمزوري اقتصاد او مافیايي کړیو د موجودیت له امله له خطر سره مخ دي.

د هغې په خبره نړیوال باید د دې آثاروساتنې او خوندي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

د تاریخي او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب د نړیوالې موسسې داسې مهال دا غوښتنه کړې چې، اوس هم افغان چارواکي او فرهنګیان وایي چې د طالبانو په سیمه کې تاریخي او فرهنګي آثار په غیر قانوني ډول کيندل کېږي او قاچاق کېږي.

دوی وایي که په دې برخه کې اقدامات ونشي ښایي د افغانستان ګڼ تاریخي آثار له منځه ولاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب